د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وايي چې له تېرو نهو ورځو راهیسې د تورخم دروازې په تړلکېدو سره د افغانستان او پاکستان د خصوصي برخې سوداګرو ته ۱۰ میلیونه ډالره زیان رسېدلی دی.
د دغې خونې د مشرتابه پلاوي غړي خان جان الکوزي سلاموطندار ته وویل: «تراوسه دواړو خواوو ته نږدې ۱۰ میلیونه ډالر زیان رسیدلی دی. که دا وضعیت دوام وکړي، د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري به صفر شي. د سوداګرۍ وزیر صایب هم اوزبکستان ته لاړ، څو ژر تر ژره له دې هېواد سره ګډ بازارونه جوړ کړي، څو موږ له دې انحصار څخه خلاص شو.»
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ننګرهار د سوداګرۍ خونې مسوولان بیا وايي، د افغانستان د تجارتي موټرو په درولکېدو سره، د تازه مېوو او سبزیو لویه برخه خرابه شوې او افغان سوداګرو ته د ورځې لسګونه زره ډالره زیان رسېږي.
د ننګرهار د سوداګرۍ خونې مرستیال او سوداګر زلمي عظیمي سلاموطندار ته وویل: «ډېری هغه توکي چې زموږ هېواد ته د پاکستان له لارې راځي، خام مواد، سبزیجات او مېوې دي چې ډېری یې، خراب شوي او خنثی شوي دي. کرښې هغې غاړې ته ۶۰۰-۷۰۰ ټرانزیټي او صادراتي موټرونه ولاړ دي؛ دلته ټرکونه شته چې مڼې او توکي لیږدوي او نږدې ۵۵۰ افغان لوري ته بند دي چې د خصوصي سکتور لپاره هره ورځ لږترلږه ۱.۱۵ میلیونه ډالر زیان اړوي.»
یوشمېر افغان سوداګر چې تېرو نهو ورځو راهیسې یې په توکو بار موټر د تورخم دواړو خواو ته بند پاتې دي، وايي، پاکستان سره له سوداګرۍ ستړي شوي دي. افغان سوداګر رسول حضرت وویل، تراوسه څه باندې یو میلیون افغانۍ زیان وررسولی دی.
هغه وویل: «خلکو رومیان او بامیه بار کړ او ټولې جنسونه هغې خوا پاتې دي. وضعیت نور هم خراب شوی دی. موږ له یو میلیون څخه تر ۱.۲ میلیونه پورې افغانۍ له لاسه ورکړي دي. په خدای قسم، بلې غاړې ته زموږ دوه سړکونه تړل شوي دي. په حقیقت کې، موږ نه غواړو چې د تورخم – پاکستان په لاره کې هېڅ وکړو، ځکه چې هرکال په پاکستان کې ورته وضعیت رامنځته کېږي.»
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې مسوولان وايي، د اسلامي امارت او پاکستاني چارواکو ترمنځ خبرې روانې دي او ښايي د تورخم لار نن د تګ راتګ پرمخ پرانیستل شي.
د دغې خونې غړي نقیبالله صافي وویل: «نن په تورخم کې یوه غونډه ده او موږ د دې لارې د پرانېستلو په تمه یوو او د دواړو خواوو ترمنځ دا غونډه هم د دې لارې د پرانیستلو لپاره ده.»
پاکستان د تېرې اوونۍ له شنبې ورځې راهیسې د اسلامي امارت لخوا د فرضي کرښې دې غاړې ته د ځینو تاسیساتو جوړولو په غبرګون کې د تورخم دروازه تړلې ده.