افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما وايي، د سولې خبرو پيل سره هم مهاله افغانستان کې د ملکیانو مرګژوبله ډېره شوې ده.
ياد سازمان په خپل کلني راپور کې چې نن خپور شو د سولې خبرو پيل سره هم مهاله افغانستان کې د جګړو له کبله د ملکي مرګژوبلې د کچې له لوړېدا اندېښنه ښودلې.
په دې راپور کې راغلي، په ۲۰۲۰ کال کې د ټولو ملکي مرګژوبلې شمېر۸۸۲۰ کسانو رسېږي، چې له ۲۰۱۳ کال راهیسې په لومړي ځل دا شمېره تر ۱۰ زرو ټیټه ده او د ۲۰۱۹ کال په پرتله ۱۵ په سلو کې کموالی ښیي.
په ۲۰۲۰ کال کې د ملکيانو د مرګژوبلې له ډلې ۳زره او ۳۵ ملکيان په بريدونو او چاودنو کې وژل شوي او ۵زره او ۷۸۵ نور کسان ټپيان شوي دي.
د يوناما په راپور کې راغلي: « د افغانستان د سولې خبرې اترې چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او د طالبانو د استازو ترمنځ د سپټمبر په ۱۲ مه په دوحه کې پیل شوې او د تاوتریخوالي د کچې ښه شاخص دی، ونه توانېدې چې ملکي وګړو ته د زیان اوښتو کچه راټیټه کړي».
افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبرا لاينز وايي، ۲۰۲۰ کال کېدای شوای په افغانستان کې د سولې کال وای؛ خو پرځای یې په زرګونو ملکي افغانان د جګړې له کبله له منځه ولاړل.
نوموړې وايي: «د دغه مهم راپور اصلي هدف مسوولو خواوو ته د واقیعیتونو او سپارښتنو وړاندې کول دي چې هغوی ملکیانو ته د زیان رسېدو د مخنیوي په برخه کې مشخص او فوري ګامونه پورته کړي. زه له هغوی څخه غوښتنه کوم چې د فوري اقداماتو په ترسره کولو کې د لا زیاتو رنځونو د مخنیوي لپاره ان یوه ورځ ضایع نهګړي.»
لاينز ويلي: «په نهایت کې د ملکیانو د خوندیتوب ترټولو غوره لاره داده چې یو بشري اوربند رامنځته شي.»
په راپور کې راغلي چې د اووم پرلهپسې کال لپاره یوناما په یوه کال کې د څه باندې ۳۰۰۰ ملکي وګړو وژنه مستنده کړې او په دې توګه افغانستان په نړۍ کې د ملکیانو لپاره د مرګونو ځایونو په ډله کې پاته دی.
د راپور پربنسټ، په ۲۰۲۰ کال کې په ټوليزه توګه ۱۱۵۰ ښځې او ماشومان وژل شوي چې له دې ډلې ۳۹۰ يې مېرمنې دي او ۷۶۰ يې ماشومان دي.
یوناما وايي، د حکومت ضد عناصر په ۲۰۲۰ کال کې د ډېرو ملکي مرګژوبلې «۶۲ په سلو کې یانې ۵۴۵۹ مرګژوبلې – ۱۸۸۵ وژنو او ۳۵۷۴ ټپیانو» لامل شوی دي چې له دغو ډلو څخه طالبان د ډېرې مرګژوبلې «۴۶ په سلو کې مسوول دي او د ۸ په سلو کې يې داعش مسوول دي.»
په ۲۰۲۰ کال کې د نړيوالو ځواکونو له لوري ۱۲۰ ملکيانو ته مرګژوبله اوښتې؛ په داسې حال کې چې په ۲۰۱۹ کال کې دغه شمېره ۷۸۶ ته رسېدله چې ۸۵ سلنه کموالی ښيي.