Asset 1SWN

د سوداګرۍ او پانګونۍ خونه: پاکستان ته د سوداګریزو توکو لېږدوونکو لاریو تګ‌راتګ ډېر شوی

کامیون_های تجارتی در مرزهای مشترک با پاکستان

د افغانستان او پاکستان په ټرانزیټي لارو کې په لنډمهاله سندونو د سوداګریزو موټرو له تګ‌راتګ څخه د نږدې یوې اوونۍ په تېرېدو سره د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وايي، پر دغو لارو د سوداګریزو توکو د لېږدوونکو لاریو تګ‌راتګ ډېر شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دې خونې مرستیال خان‌جان الکوزي سلام‌وطندار ته ویلي، پاکستان به مخکې د لاریو چلوونکو ته ډېری وخت د پاسپورټ او وېزې نه‌ لرلو له کبله د تګ اجازه نه ورکوله، خو اوس د ورځې په سوداګریزو توکو بار تر زرو پورې موټر دواړو هېوادونو ته تګ‌راتګ کوي.

الکوزی زیاتوي چې تر اوسه پنځه سلنه افغان موټرچلوونکي د تېرېدو لنډمهالي سندونه ترلاسه کړي او دغه بهیر لا هم دوام لري.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړی مرستیال یونس مومند هم وايي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزې راکړې‌ورکړې کچه لوړه شوې ده.

نوموړی زیاتوي: «د افغانستان او پاکستان ترمنځ راکړه‌ورکړه ښه ده او ډېره شوې. د ورځې له ۵۰۰ ډېر موټر صادرات لرو؛ هر موټر له ۳۰ تر ۳۴ ټنه توکي لېږدوي.»

په ورته وخت کې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې مسوول نقیب‌الله ساپی وايي، د پاکستان له لوري افغان موټرچلوونکو ته د تېرېدو لنډمهاله سندونو ورکړې د صادراتو پر زیاتېدو مثبت اغېز کړی او د تازه مېوو موسم پر مهال به د افغانستان لپاره لا ډېر ګټور تمام شي.

څه باندې یوه میاشت کېږي چې پاکستان د افغانستان د سوداګریزو توکو موټرچلوونکو لپاره هغه هېواد ته د اوښتو په موخه د پاسپورټ او ویزې لرل جبري کړل، خو څه موده وړاندې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ وزارتونو هوکړه وکړه چې د روان لمریز کال تر پایه به د سوداګریزو توکو لېږدوونکې لارۍ په لنډمهالې توګه د دواړو هېوادونو ترمنځ تګ‌راتګ کوي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د یادونې ده چې پاکستان د روانې میلادي میاشتې په دویمه اجازه ورکړه چې د سوداګریزو توکو لېږدوونکي موټر په لنډمهاله سندونو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ تګ‌راتګ کولای شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام