هرات کې نن دوه زورورې زلزلې شوي

د امریکا ځمک‌‌پېژندنې سروې وايي چې نن یکشنبه «تلې ۲۳» په هرات ولایت کې د یوه ساعت په ترڅ کې دوه زورورې زلزلې شوې دي.

لومړۍ زلزله چې نن سهار شاوخوا ۸ بجې شوې مرکز یې د یاد ولایت د کُشک ولسوالي کاریزنو سیمه ښودل شوې ده. د ریښتر په کچه د یادې زلزلې شدت ۶،۳ ښودل شوی دی.

د پاسپورټونو د وېش درېدو په اړه د خلکو شکایت؛ مسوولان: ټولو ولایتونو کې په عادي ډول روان دی

د یوشمېر ولایتونو اوسېدونکي د پاسپورټ اخیستو لپاره د نوملیکنې بهیر کې د ځنډ په اړه شکایت کوي او وايي، د پاسپورټ نه لرلو له کبله یې ځینې کارونه نیمګړي پاتې دي او یا یې هم د ناروغ وضعیت چې باید د درملنې لپاره یې بل هېواد ته ولېږدوي، نور هم نازک شوی دی.

په پکتیا پوهنتون کې د افغانستان د اقتصادي پرمختیا ملي کنفرانس جوړ شو

د افغانستان د اقتصادي پرمختیا ملي کنفرانس چې د ا.ا چارواکو او د هېواد د بېلابېلو پوهنتونونو استادانو په‌کې ګډون کړی و، نن (د تلې دوه‌ویشتمه، د شنبې ورځ) د پکتیا پوهنتون په تالار کې جوړ شو او درې ورځې به دوام وکړي. په دغه کنفرانس کې د ا.ا د سرپرستې کابینې د کورنیو چارو، لوړو زده‌کړو، اقتصاد او پوهنې وزارتونو سرپرستانو هم ګډون کړی و.

هر کال ۲۵۰۰۰ افغانان د یوې سترګې لید له لاسه ورکوي

د عامې روغتیا وزارت مسوولانو نن (د تلې میاشتې دوه‌ویشتمه، د شنبې ورځ) چې د اکټوبر له څوارلسمې سره برابره ده، د سترګو «د لید نړیواله ورځ» ونمانځله.
د عامې روغتیا وزارت د خدمتونو وړاندې کولو رییس حبیب‌الله اخوندزاده په دې غونډه کې وویل چې هر کال په منځنۍ توګه د بېلابېلو ناروغیو او طبیعي پېښو له امله ۲۵۰۰۰ افغانان د خپلې یوې سترګې لید له لاسه ورکوي.

مسوولان: په دولسو ولایتونو کې د ۴۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو چېک‌ډیمونه جوړوو

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسوولان په هېواد کې د وچکالۍ او اوبو کچې ټيټېدو په اړه د خلکو له شکایتونو وروسته وايي، په دولسو ولایتونو کې به د اوبو مهارولو په موخه د ۴۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو چېک‌ډیمونه جوړ کړي چې په خبره یې، په دې سره به په یادو ولایتونو کې د وچکالۍ ستونزې راکمې شي.

د بغلان مرکز پلخمري ښار کې چاودنه شوې

بغلان کې ولسي سرچینې وايي چې د دغه ولایت مرکز پلخمري ښار اړوند سیمه کې په یوه جومات کې دننه درنه چاودنه شوې ده.

ویل کېږي چې چاودنه نن جمعه «تلې ۲۱» هغه مهال شوې چې یاد جومات کې خلک د جمعې پر لمانځه بوخت وو.

کاپیسا کې پر رواني ناروغیو د اخته کسانو شمېر زیات شوی

د کاپیسا یو‌شمېر اوسېدونکي وايي چې دغه ولایت کې پر رواني ستونزو د اخته ناروغانو شمېر زیات شوی دی.

د یاد ولایت اوسېدونکی احمدذکي چې خپل تره یې اروايي ډاکټر ته د درملنې لپاره راوستی، سلام‌وطندار ته وویل چې تره یې پر ژور خپګان اخته شوی دی.

فاریاب کې د کُنجد غوړیو تولیدونکي: یو کس هم ترې استفاده نه‌کوي

د فاریاب مرکز میمنې ښار کې د کُنجد او زغر غوړیو یوشمېر تولیدونکي وايي چې دغه کسب په یاد ولایت کې د ورکېدو په حال کې دی.

دوی دې برخه کې د مسوولانو د نه پاملرنې له امله د شکایت ترڅنګ وايي چې د کُنجد او زغر غوړیو تولید د دغه ولایت د اوسېدونکو یو پخوانی کسب دی چې اوس له پامه غورځول شوی دی.

نیوزیلنډ نن نړیوال جام کې له بنګلدېش سره لوبه کوي

د هند په کوربه‌توب د روان ۲۰۲۳ کال د یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام کې نن د نیوزیلنډ کرېکټ ملي لوبډله له بنګلدېش سره لوبه کوي.

ټاکل شوې چې دغه لوبه نن جمعه د اکتوبر ۱۳مه د هند په «ام‌اې چېډم‌باران کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.