د هرات کروندګر: موږ وچکالۍ ځپلي یوو، حکومت رانه عشر ټولوي

په هرات کې د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو ریاست له لوري د عشر ټولولو لړۍ پیل شوې، خو د دغه ولایت د بېلابېلو ولسوالیو یوشمېر کروندګر وايي چې د تېر کال سړې هوا او د اوبو نشتوالي له امله يې په کرنیزو حاصلاتو کې کموالی راغلی او نه‌شي کولای چې پوره عشر ورکړي.

تخار کې د وینې کموالي سره د مخامخ مېرمنو شمېر زیات شوی

د تخار د یوشمېر کلینیکونو مسوولان وايي چې په تېر یوه کال کې د وینې کموالي سره مخ مېرمنو، په تېره امېندواره مېرمنو شمېر زیات شوی دی. د دوی په وینا، د وینې کموالی لامل کېږي چې ماشوم مړ وزېږېږي او یا هم د یوشمېر میندو د مړینې لامل هم کېږي.

د «افغانۍ» پر وړاندې د ډالر ټیټوالی؛ کابل ښاریان: د خوراکي توکو بیې نه‌دي کمې شوي

د کابل ښار د شهزاده سرای د مسوولانو د معلوماتو پر بنسټ، نن (د وږي پنځمه، د یکشنبې ورځ) تر غرمې پورې یو امریکايي ډالر په ۸۰ افغانۍ او ۴۰ پوله پلورل کېده؛ په داسې حال کې چې تېره اوونۍ د یوه امریکايي ډالر بیه تر ۸۸ افغانیو پورې رسېدله.

اقتصاد وزارت: نړیوالو بندیزونو د خلکو د اقتصادي وضعیت د ښه‌والي مخه نیولې

له تېرو دوو کلونو راهیسې د افغانستان د سیاسي انزوا ترڅنګ د سیاسي-حقوقي جوړښتونو له‌منځه تلل او اقتصادي پاشلتیا د خلک پر ژوند اغېز کړی دی.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې تازه په یوه راپور کې ویلي چې د افغانستان پر وړاندې د نړیوالې ټولنې بندیزونه لامل شوي چې د دغه هېواد د وګړو اقتصادي وضعیت لاپسې ننګونکی کړي.

د سلام‌وطندار سروې؛ له هرو څلورو ښځو درې یې تاوتریخوالي سره مخ دي

 د هېواد په ۲۷ ولایتونو کې د سلام‌وطندار د یوې سروې پایلې ښيي چې ۷۷سلنه ښځې د تاوتریخوالي له بېلابېلو ډولونو سره مخ شوي دي. په دغه سروې کې ۳۲۶ ښځو ګډون کړی چې پر بنسټ یې، له هرو څلورو ښځو، درې یې له تاوتریخوالي سره مخ دي.

پنجشېر ته ایټالیوي سیلانیان ورغلي

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت ته  له اېټالیا څخه د یوې ښځې په ګډون دوه سیلانیان ورغلي دي.

د مسوولانو په وینا، دغه سیلانیان به د یاد ولایت سیاحتي او طبیعي سیمو څخه لیدنه وکړي.

جوزجان کې یوې ښځې ۸۰ نورو مېرمنو ته د کار زمینه برابره کړې

فاریاب کې یوې مېرمنې د دغه ولایت ۸۰ نورو ښځو ته د غالۍ اوبدلو په یوې کارخونه کې د کار کولو زمینه برابره کړې ده.

د یادې کارخونې مسووله وايي چې د غالۍ اوبدلو دغه کارخونه یې بې‌سرپرسته او معلول لرونکو ښځو ته د کاري زمینې د برابرولو په موخه جوړه کړې او په وینا یې، دا مهال شاوخوا ۸۰ ښځې په دې کارخونه کې کار کوي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونه سوداګرو ته: د محصولاتو کیفیت لوړ کړئ!

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې نن (د وږي دویمه، د پنجشنبې ورځ) کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال له سوداګرو وغوښتل چې خپل محصولات معیاري او پر کیفیت یې کار وکړي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د رهبري پلاوي غړی خان‌جان الکوزی وايي: «ادارې د خصوصي سکټور د ملاتړ لپاره مکلفې دي چې په کارونو کې یې اسانتیاوې برابرې کړي؛ لکه دوه درې ځله مالیه اخیستل کېږي.

بادغیس کې د ۳۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د څښاک اوبو پروژې پیل شوې

د بادغیس محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په یو‌شمېر ښوونځیو کې د څښاک پاکو اوبو د برابرولو اووه پروژې پیل شوې دي.

د دوی په وینا، دغه پروژې د یونېسف په مالي ملاتړ مرکز قلعه‌نو او ولسوالیو کې پیل شوي چې په لمریزې برښنا به سمبال وي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان: ۷۰ سلنه افغانان په بې‌وزلۍ کې ژوند کوي

په افغانستان کې د بې‌وزلۍ او وزګارتیا په زیاتېدو سره د کډوالۍ نړیوال سازمان یا IOM له اندېښنې سره هم‌مهاله د کابل یوشمېر اوسېدونکو چې په تېرو دوو کلونو کې یې دندې له لاسه ورکړي او اوس له ناوړه اقتصادي وضعیت سره مخامخ دي، سلام‌وطندار ته ویلي چې څو ځله یې د کار موندلو هڅه کړې، خو پیدا کړی یې نه‌دی.