افغانستان کې راوتلي خونړي سېلابونه؛ سېلاب‌ځپلي بېړنۍ مرستې غواړي

په شمالي او شمال ختیځو ولایتونو کې د پرونیو سېلابونو له امله سلګونه کسان مړه او ټپیان شوي او د دې مرګ‌ژوبلې تر ټولو ډېره برخه په بغلان کې ولایت کې اوښتې ده.
د خوړو نړیوال پروګرام په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په بغلان کې د تېرې ورځې سېلابونو له امله تر ۳۰۰ ډېر کسان مړه او له زرو ډېر استوګنیز کورونه ویجاړ شوي دي.

افغانستان او پاکستان به پر ترجیحي سوداګري هوکړه وکړي

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د جمعې په ورځ یوې اقتصادي غونډې ته ویلي، هېواد یې له افغانستان سره د «ترجیحي» سوداګري په اړه خبرو ته چمتو دی او په دې اړه خبرې‌اترې هم روانې دي.
له دې سره هم‌مهاله د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې مسوولان وايي، له خبرواترو او د څو دوه‌اړخیزو مواردو له حل وروسته به د دواړو هېوادونو ترمنځ ترجیحي سوداګري پیل شي.

د خوړو نړیوال پروګرام: سېلابونو په بغلان کې د ۳۰۰ کسانو ژوند اخیستی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې په بغلان کې د راوتلو سېلابونو له کبله څه باندې ۳۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او له ۱۰۰۰ ډېر کورونه ویجاړ شوي دي. بله‌خوا په بغلان کې محلي سرچینو ځینو رسنیو ته ویلي چې سېلابونو یوازې د دغه ولایت په برکه او مرکزي بغلان ولسوالیو کې د ۲۵۰ کسانو ژوند اخیستی دی.

د سلام‌وطندار موندنې؛ ډېری ځوانان د جمهوریت له چپه‌ کېدو وروسته وزګاره شوي

په کابل کې له ۳۰ وزګاره ځوانانو سره د سلام‌وطندار مرکې ښيي چې له نیمايي ډېر هغه یې د جمهوریت له چپه کېدو وروسته وزګاره شوي دي. په دغه راپور کې له یوولسو ښځو او نولسو نارینه‌وو سره مرکې شوي او اتلس هغو یې ویلي چې د سرپرس حکومت له راتګ وروسته یې دندې له لاسه ورکړې دي.

م.جاهد: د طبیعي پېښو د زیانمنو لاسنیوي لپاره شته امکانات کاروو

د ا.ا ویاند ذ.بېح‌الله م.جاهد په بغلان، بدخشان، غور او هرات ولایتونو کې د پرونیو سېلابونو له زیانمنو سره خواخوږي ښودلې او ویلي یې دي چې ا.ا به خپل ټول امکانات د یادو زیانمنو د لاسنیوي لپاره وکاروي. هغه له افغانانو هم غوښتي چې د طبیعي پېښو له زیانمنو سره د مرستې لپاره لاسونه را بډ وهي.

د کرنې وزارت سږ کال د غنمو حاصلاتو د زیاتوالي خبر ورکوي

په افغانستان کې له اوږدې وچکالۍ وروسته سږنی پسرلی له ډېرو بارانونو سره پیل شوی دی. دغه اورښتونه چې په تېره میاشت کې پیل شوي، نن او سبا یې هم د هېواد په لږترلږه ۲۲ ولایتونو کې د اورېدو اټکل شوی دی. دغو بارانونو د غنمو په حاصلاتو کې چې د افغانستان مهم کرنیز محصول دی، د زیاتوالي هیلې را ټوکولې دي.

د ښځو لاسي‌صنایعو د پلور سوړ بازار؛ «پخوا به بهرنیان راتلل او پېرودونکي مو درلودل»

 د هېواد د شمال په پنځو ولایتونو کې ۲۲صنعت‌کارو او سوداګرو مېرمنو سلام‌وطندار سره د مرکو په ترڅ کې ویلي چې کاروبار یې بازار نه‌لري.

یادو مېرمنو خپلو مرکو کې اندېښنه څرګنده کړې چې د لاسي صنایعو عاید یې کم دی، خو په وینا یې، اړ دي د خپلې کورنۍ اړتیاوو برابرولو لپاره پر دې کار ځان بوخت وساتي.

د لوګر والي: چینایان دې ژر تر ژره د عینک کان استخراج پيل کړي

د سرپرست حکومت د کابینې یوشمېر غړي، د چین سفیر او د لوګر محلي چارواکو له عینک کان څخه لیدنه وکړه.

د یادې لیدنې پرمهال د لوګر ولایتي چارواکو د «ام‌سي‌سي» چینایي شرکت له مسوولانو غوښتنه چې ژر تر ژره د عینک کان د مسو استخراج عملي چارې پيل کړي.

د ملګروملتونو یو پلاوی د یوناما چارو ارزونې لپاره کابل ته راغلی

افغانستان کې د ملګروملتونو د استازولۍ دفتر «یوناما» سلام‌وطندار ته په یوې رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي، د ملګروملتونو په مالي او اداري  چارو کې د مشورتي کمېټې یو پلاوی د یوناما چارو ارزونې په موخه کابل ته راغلی دی. د دوی په وینا، یوناما د وروستیو کلونو پرمهال پر دې نه‌ده بریالۍ شوې چې خپلې دندې په سمه توګه پرمخ بوځي.

کاپیسا کې دوو زده‌کړیالانو بې‌پېلوټه الوتکه جوړه کړې

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اړوند د افغان ټکنالوژۍ انسټیټیوټ دوو زده‌کړیالانو یوه بې‌پېلوټه الوتکه جوړه کړې.

د برکت‌الله اکبري او احمدشجاع اکبري په نومونو دغه دوه زده‌کړیالان د کاپیسا د نجراب ولسوالي اوسېدونکي دي او کابل کې د افغان ټکنالوژۍ انسټیټیوټ د برښنا او ماشین میخانیک برخه کې زده‌کړې کوي.

برښنا شرکت: د ګاونډیانو د برښنا ټول پورونه مو ورکړي

د افغانستان برښنا شرکت مسوولانو د سې‌شنبې په ورځ په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، تېر کال یې له اوزبکستان څخه د ۱۰۵ میلیونه‌ ډالرو، له تاجکستانه د ۷۱ میلیونه ‌ډالرو، له ترکمنستان څخه د ۶۴ میلیونه ډالرو او له ایران څخه هم د ۴۸ میلیونه ډالرو په ارزښت برښنا را وارد کړې ده.

غور کې ځوانانو د دغه ولایت سېلاب‌ځپلو ته د مرستو ټولولو کمپاین پیل کړی

د غور یوشمېر ځوانانو د دغه ولایت د مرغاب او چهارسدې ولسوالیو له سېلاب‌ځپلو سره د مرستو راټولولو کمپاین پیل کړی دی.

یوشمېر دغه ځوانان چې د یاد ولایت مرکزي چوک کې یې خیمې وهلي، له خلکو، سوداګرو او مرستندويه بنسټونو غوښتنه کوي چې له سېلاب‌ځپلو کورنیو سره مرسته وکړي.

عبدالکبیر د ا.ا مخالفانو ته: له مخالفت لاس واخلئ او وطن ته راشئ

د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وايي چې د ا.ا مخالفان دې له خپل مخالفت لاس واخلي او هېواد ته دې راشي.

نوموړي دغه څرګندونې نن سه‌شنبه، غويي ۱۸مه پروان کې د یوې غونډې پرمهال کړې دي. د نوموړي په وینا، ګاونډیان او د سیمې هېوادونه پر دې سلا او مشور بوخت دي، څو «امارت» په رسمیت وپېژني.

ننګرهار کې د شېدو ټولولو ۲۵مرکزونه جوړ شول

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وایي چې د دغه ولایت په یو‌شمېر ولسوالیو کې د شېدو ټولولو مرکزونه جوړ شوې دي.

د یاد ریاست په وینا، دغه مرکزونه افغان ځوانانو خدماتي موسسې په تخنیکي همکاري او ملګروملتونو کې د مېرمنو چارو سازمان په مالي لګښت رامنځته شوي. یاد ۲۵ مرکزونه د ننګرهار په خوږیاڼو، شېرزاد، دره نور او کامې ولسوالیو کې جوړ شوې دي.

د خوست «شمل دوه‌منده» کې د سرو زرو کان نښې موندل شوي

د خوست محلي چارواکي وايي چې د دغه ولایت د «دوه منده» ولسوالي په یوه غره کې د سرو زرو کان نښې موندل شوې دي.

د خوست د کانونو او پټروليم رياست څخه په لېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې شمل دوه منده ولسوالي اړوند يوه غره کې خلکو د سرو زرو ټوټې موندلې دي.