د ښوونځي پر ور د پَل کېښودو هیله؛ زده‌کوونکې:‌ درسونه مو له یاده تللي

یو‌شمېر نجونې زده‌کوونکې چې له تېرو دوو کلونو راهیسې د ښوونځیو بېرته پرانېستو ته سترګې پر لاره دي، وايي چې د بې‌وزلۍ او ژور خپګان له امله اړ شوي چې د سړک تر غاړې د توکو پلور ته مخه کړي.

دوی وايي، دې کار یې پر زده‌کړو اغېز کړی او هغه څه یې چې ښوونځي کې زده‌کړي وو، اوس یې له یاده وتلي دي.

د یوناما نوې تګ‌لاره؛ حکومت: د فعالیتونو دوام یې باید له شرطونو پرته وي

د ملګروملتوونو سیاسي استازولي یا یوناما د افغانستان لپاره خپله نوې دوه کلنه تګ‌لاره اعلان کړې چې پر بنسټ به یې ملګري ملتونه افغانستان کې تر راتلونکوو دوو کلونو خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي. په اعلان شوې تګ‌لاره کې د ښځو، ماشومانو، بې‌ځایه شویو کورنیو او قومي لږکیو وضعیت او ستونزو ته رسېدنه له لومړیتوبونو یاد شوي دي.

د بودیجې کمښت؛ ډبلیو‌اف‌پي‌: د میاشتې پنځه میلیونه کسانو سره مرسته کوو

د خوړو نړیوال پروګرام «WFP» وايي، د بودیجې کمښت له امله اړ شوي چې افغانستان کې د مرستو ترلاسه کوونکو شمېر پنځه میلیونه کسانو ته راښکته کړي. د خوړو نړیوال پروګرام نن «سه‌شنبه د غبرګولي ۱۳مه» پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې راتلونکي ژمي کې اړمنو سره د مرستو لپاره یو میلیارډ او ۲۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

د تشبث کمپ؛ د ۳۴ ولایتونو ځوانانو د کارموندنې ۴۶ طرحې وړاندې کړې

د هېواد په کچه له ټولو ولایتونو څخه یو‌شمېر ځوانانو نن «چهارشنبه، غبرګولي ۳۱» کابل کې د «تشبث کمپ» تر عنوان لاندې په دوه ورځنۍ غونډه کې د کارموندنې ۴۶طرحې وړاندې کړې. دغه پروګرام د «ایلسو» اقتصادي او حقوقي مطالعاتو موسسې او باختر پوهنتون له لورې جوړ شوی و.

پر ټویټر د نجونو زده‌کړو ملي کمپاین پیل شو

یوشمېر مدني او ټولنیزو فعالانو نن (د چنګاښ دولسمه، د دوشنبې ورځ) پر ټویټر د «#نجونوـزده‌کړوـملي‌ـ‌کمپاین» پیل کړ. د دغه کمپاین مسوولان وايي چې یاد کمپاین یې د نجونو پر زده‌کړو د لګېدلیو بندیزونو د لرې کولو په موخه پیل کړی او په وینا یې، له زده‌کړو د نجونو لرې ساتل نور د زغم وړ نه‌دی. د یاد کمپاین یو جوړوونکی خوشحال روهي سلام‌وطندار ته وویل چې زده‌کړې د نجونو بنسټیز حق او د ټولو افغانانو غوښتنه ده.

هېواد کې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنې کورنۍ د مرستو غوښتنه کوي

هېواد کې د وروستیو طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوې کورنۍ وايي چې د هستوګنې کورونه او کښتونه یې له‌منځه تللي او تراوسه ورسره د حکومت او مرستندویه بنسټونو له لوري هېڅ راز مرستې نه دې شوي. د لوګر د ازرې ولسوالي اوسېدونکی قدرت‌الله وايي چې د وروستیو څو ورځو پر مهال راوتلیو سېلابونو خلکو درانه مالي زیانونه اړولي دي.

د خوړو نړیوال‌ پروګرام: د افغانستان د غنمو حاصلاتو کې به ۳۵سلنه کموالی راشي

د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې افغانستان کې د پرله‌پسې درېیم کال لپاره د وچکالي او د ملخانو یرغل له امله اټکل کېږي چې سږکال به دغه هېواد کې د غنمو په حاصلاتو کې کموالی راشي. د یاد پروګرام له لوري په یوه تازه خپور شوي راپور کې وړاندوینه شوې چې سږکال د افغانستان د غنمو په حاصلاتو کې له ۳۰ تر ۳۵سلنې کموالی راشي.

د ایران پوله‌ساتو ځواکونو د یوې ښځې په ګډون پنځه افغانان وژلي

امنیتي مسوولان وايي چې پرون یکشنبه شاوخوا ۱:۰۰ بجه سهار «چنګاښ یوولسمه» د ایران پوله‌ساتو ځواکونو پنځه افغانان چې غوښتل یې ایران ته واوړي، په ډزو وژلي دي. د سرحدي پولیسو د درېیم کنډک ویاند عبدالرحیم منور وايي، یادو افغانانو چې غوښتل یې په ناقانونه توګه د ایران خاورې ته ننوځي، د ایران د پوله‌ساتو ځواکونو له لوري وژل شوي دي.

هرات ته د پوځي ګړندي موټرو لومړی کاروان ورسېد

د ملي دفاع وزارت مسوولان وايي چې د دغه وزارت اړوند د پوځي ګړندي موټرو لومړی کاروان یې «یکشنبه د غبرګولي ۱۴»مه یاد ولایت ته لېږل شوی دی.

دغه موټر د ګزمې، له پولیو د ساتنې او د پوله‌ساته ځواکونو د ستونزو حل په موخه د هرات ۲۰۷ الفاروق قول‌اردو ته سپارل شوي دي. په ورته مهال د پوځي چارو یو بل شنونکی یوسف‌ امین ځاځی وايي، د پولیو ساتنه د ملي دفاع وزارت مسوولیت دی او په وینا یې، دا یې باید لومړیتوب وي.

د پکتیا اریوب‌ځاځي ولسوالي ته د اختر پرمهال ۷۰زره سیلانیان ورغلي

د پکتیا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولان وايي چې د دغه ولایت اریوب‌ځاځي ولسوالي ته د اختر څلور ورځو او شپو کې د چکر لپاره ګڼ‌شمېر سیلانیان ورغلي دي. د هغه په وینا، دغه شمېرې یې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري ټاکل شوې کمېټې په مرسته ټولې کړې دي.