Asset 1SWN

پوهنې وزارت د زده‌کړو برخه کې د نړیوالو موسسو فعالیتونه وځنډول

Afghan Child in School

پوهنې وزارت کې یوې سرچینې سلام‌وطندار ته منلې چې د دغه وزارت له لوري په ټول هېواد کې د زده‌کړو برخه کې د نړیوالو موسسو فعالیتونه ځنډول شوي دي.

سرچینې ویلي چې د زده‌کړو برخه کې د نړیوالو موسسو د فعالیت لپاره یوه میاشت وخت ورکړل شوی، څو د کورنیو موسسو پر مټ افغانستان کې خپلې پروژې پلې کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د سرچینې په وینا، نړیوالې موسسې باید د پوهنې وزارت سره په همغږۍ افغانستان کې خپلې ټولې پروژې پلې کړي.

سرچینې سلام‌وطندار ته وویل: «نړیوالې موسسې باید د ا.ا اصول تطبیق کړي او ځینو ولایتونو کې د دې موسسو له لوري د مدرسې او ښوونځي، ابیدايي ښوونځي او د نجونو او هلکانو ښوونځیو تفکیک او د زده‌کوونکو کمه ګومارنه ټولنیزې ستونزې رامنځته کوي.»

سرچینې زیاته کړې، که نړیوالې موسسې د دغه وزارت غوښتنې ونه‌مني او خپل فعالیتونه ونه‌ځنډوي، دغه وزارت ټولو ولایتونو کې د پوهنې رییسانو ته امر کړی چې په یوه ډول د یادې موسسو زده‌کوونکي او ښوونکي دولتي ښوونځیو ته جذب کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د پوهنې وزارت د معلوماتو پر بنسټ، دا مهال افغانستان کې د ښوونې برخه کې ۸۰سلنه کورنۍ موسسې شتون لري چې د هېواد په لرو پرتو سیمو کې له نړیوالو معیارونو سره سم فعالیتونه کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام