
عامې روغتیا وزارت ختیځو ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل کړ
د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي چې نن شنبه د چنګاښ ۱۷مه د هېواد په ختیځو ولایتونو کې یې د پولیو «ګوزن» ضد واکسین کمپاین پیل کړ چې څلور ورځې به دوام ولري.
د یاد وزارت د مسوولانو په وینا، دې کمپاین کې به له پنځو کلونو کم عمره ۱.۲ میلیونه ماشومان د پولیو یا ګوزن ضد واکسین ترلاسه کړي.














