بهرنیو پانګوالو افغانستان کې تر دوه میلیارډ ډالرو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولان وايي، یو‌شمېر بهرنیو پانګه‌والو هېواد کې دوه میلیارډ ډالرو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولانو نن چهارشنبه د زمري څلورمه ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې د خپل کلني راپور وړاندې کولو پر مهال وویل چې دا مهال بهرنیو پانګه‌والو هېواد کې ۱۵۰ میلیونه ډالر پانګونه کړې.

تخار کې تودوخه؛ «د ګرمۍ له امله هره ورځ زده‌کوونکي بې‌هوښه کېږي»

تخار کې د ګرمۍ څپې خپرېدو سره هم‌مهاله د ښوونځیو یو‌شمېر ښوونکي وايي چې هره ورځ په ټولګیو کې د ګرمۍ له امله زده‌کوونکي بې‌هوښه کېږي.

د ښوونکو په وینا، په هر درسي ټولګي کې له ۴۰ تر ۱۰۰ زده‌کوونکي زده‌کړې کوي او دې ورځو کې سخته ګرمي لامل شوې چې ځینې زده‌کوونکي بې‌هوښه شي.

سرپرست حکومت: د اندېښنو حل لپاره پاکستان سره هوکړې ته رسېدلې یوو

سرپرست حکومت وايي چې کابل ته د افغانستان په چارو کې د پاکستان د ځانګړي استازي اصف علي دراني د سفر پر مهال د دواړو لوریو ترمنځ پر سوداګریزو، افغان کډوالو او امنیتي مسایلو هوکړې ته رسېدلې دي. هغه زیاتوي: «نړۍ دې خپلې اندېښنې باید له ډيپلوماټیکو لارو مطرحه کړي، څو اعتماد رامنځته شي او ښه تفهام وشي.»

برښنا شرکت تېر یوه کال کې ۳۳ میلیارډ افغانۍ عواید ټول کړي

په داسې حال کې چې د وروستیو ورځو پر مهال کابل ښاریان د برښنا پرچاوۍ له ډېروالي شکایت کوي، د برښنا شرکت مسوولان وايي چې تېر یوه کال کې یې څه باندې ۳۳ میلیارډه افغانۍ عواید ټول کړي دي. د برښنا شرکت د مسوولانو په وینا، دغه عواید یې د برښنا له درکه له خپلو پېرودونکو راټول کړي دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت: هېواد کې له ۲۰۰ کوچنیو کانونو د استخراج چارې روانې دي

د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولان وايي چې دا مهال په ټول هېواد کې ۲۰۰ کوچني کانونه فعال دي چې د ۱۰۸ کانونو د استخراج قراردادونه یې تېر کال شوي دي.

د یاد وزارت مسوولانو دغه څرګندونې نن دوشنبه د زمري دویمه «ملت ته د دولت د حساب ورکولو پروګرام» کې کړې دي.

بلخ کې شیعه‌مذهبي: د عاشورا مراسمو لپاره دې کلک امنیتي تدابیر ونیول شي

د بلخ یو‌شمېر اوسېدونکي او شیعه‌ مذهبي وايي، د امنیتي اندېښنو له امله یې سږکال د عاشورا ورځې لمانځنې لپاره هغه ډول چې په‌کار ده، چمتووالی نه دی نیولی.

دوی د بلخ له امنیتي مسوولانو غواړي چې د عاشورا ورځې لمانځنې لپاره دې کلک امنیتي تدابیر ونیول شي.

میدان‌وردګ کې د سېلابونو له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۳۰ ته لوړ شوی

میدان‌وردګ  کې د سېلابونو له امله د قربانیانو شمېر ۳۰ کسانو ته او د ټپیانو شمېر ۱۵ کسانو ته لوړ شوی دی.

د میدان‌وردګ د طبیعي پېښو پر وړاندې مبارزې ریاست مسوولان وايي چې د روانې اوونۍ د یکشنبې پر شپه د راوتلو سېلابونو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۰ کسان مړه شوې دي.

د افغانستان په اړه ناسته؛ افغاني‌سرې میاشتې ټولنې د مرستې غوښتنه کړې

د افغاني سرې میاشتې ټولنې رییس مطیع‌الحق خالص د ترکیې په کوربه‌توب د قطر، بریټانیا، اسټرالیا، کاناډا، المان، ناروې، فنلنډ او ډنمارک په ګډه غونډه کې له نړیوالې ټولنې غوښتنه وکړه چې افغانانو سره خپلې مرستې روانې وساتي.

هېواد کې د وروستیو سېلابونو له امله ۳۱ کسان مړه شوي

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند شفېع‌الله رحیمي کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، د تېرو درېوو شپو او ورځو پرمهال د هېواد بېلابېلو سیمو کې د سېلابونو له کبله لږ تر لږه ۳۱ کسان مړه شوي، ۷۴ ټپیان او ۴۱ نور لادرکه شوي دي.

اقتصاد وزارت تېر یوه کال کې ۳۷۶ نادولتي موسسو ته کاري جوازونه ورکړي

د اقتصاد وزارت مسوولان وايي چې د تېر یوه کال پر مهال یې د ۲۱ بهرنیو موسسو په ګډون ۳۷۶ نادولتي موسسو ته د فعالیت جوازونه ورکړي دي.

د یاد وزارت مسوولانو دغه څرګندونې نن یکشنبه د زمري لومړۍ نېټه ملت ته د حکومت د حساب ورکولو پروګرام کې خبریالانو ته کړې دي.