سوېلي کوریا کې د سېلابونو له امله اووه کسان مړه شوي

سوېلي کوریا کې د دوو پرله‌پسې ورځو راهیسې د سختو اورښتونو له امله راوتلیو سېلابونو اووه کسان مړه کړي او دوه نور لا درکه دي.

د سوېلي کوریا د کورنیو چارو او خوندیتوب وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې درې کسان د یاد هېواد په ختیځ او مرکزي سیمو کې په خپلو کورونو کې مړه شوي دي.

سکاټلنډ او نیدرلنډ نن نړیوال جام ته د وتلو لپاره لوبه کوي

د هند په کوربه‌توب د ۲۰۲۳ کال یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام ته د لارموندنې سیالیو په لړ کې نن سکاټلنډ او نیدرلنډ لوبډلې نړیوال جام ته د وتلو لپاره سیالي کوي.

ټاکل شوې چې دغه لوبه نن ۱۱:۳۰ بجې د زمبابوې په بولووایو کې پیل شي.

پاکستان کې د هوا ګرمېدو له کبله ۲۲ کسان مړه شوي

د پاکستان د رسنیو د راپورونو له مخې په مړو شویو کې ډېری یې ښځې دي. د پاکستان جیونیوز ټلوېزیون د راپور پر بنسټ، د دغه هېواد د خېبرپښتونخوا ایالت په مردان کې سیمه ۱۸ کسانو د ګرمۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

بهرنیو چارو وزارت سویډن کې د یوه کس له لوري د «قران» سوځول غندلي

د بهرنیو چارو وزارت په سوېډن کې د یوه جومات مخې ته د لوی اختر لمانځه پر مهال د یوه کس له لوري د «قران کریم» سوځول په کلکو ټکو غندلي دي.

د یاد وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن پنج‌شنبه د چنګاښ اتمه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې دغه کړنه د اسلام دین او نږدې دوه میلیارډ مسلمانانو ته سپکاوی دی.

د مرغانو انفلونزا؛ جاپان له برازیل څخه د چرګانو واردات ځنډولي

د برازیل د کرنې وزارت او غوښې صنعت ټولنې «ABPA» مسوولانو اعلان کړی چې جاپان له دغه هېواد څخه د چرګانو واردات ځنډولي دي.

جاپان دغه پرېکړه وروسته له هغې کړې چې د برازیل په یوه ایالت کې په مرغانو کې د انفلونزا ناروغي د خپرېدو راپورونه ورکړل شول.