Asset 1SWN

سلام وطندار

پاکستان کې چاودنې ۵۲ کسان وژلي او لسګونه ټپیان دي

29114607e86f396

د پاکستان د بلوچستان ایالت په مستونګ سیمه یوه جومات ته نږدې د چاودنې له امله ۵۲ کسان وژل شوي او څه باندې ۵۰ نور ټپیان دي.

پېښه نن جمعه د سپټمبر ۲۹مه له غرمې مخکې د بلوچستان د مستونګ سیمې «مدینه جومات» ته نږدې شوی دی. ویل کېږي، چاودنه د ځانمرګي برید له امله رامنځته شوې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

سیمه کې روغتیايی چارواکو رسنیو ته ویلي چې ښايي د مرګ‌ژوبلې شمېر له دې هم لوړ شي.

د پاکستان «ډان» ورځپاڼې سیمه کې د یوه روغتیايي چارواکي له قوله راپور ورکړی چې تراوسه چاودنې ته نږدې یوه روغتون ته ۳۴ جسدونه او ۱۳۰ ټپیان وروړل شوي دي.

په ورته مهال د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، چاودنه هغه ځای ته نږدې شوې چې خلک د «عیدمیلاد النبي» لپاره راټول شوي وو.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

چاودنه کې یو لوړپوړی پولیس افسر هم وژل شوی دی. تراوسه د یاد برید مسوولیت کوم چا یا ډلې پر غاړه نه‌دی اخیستی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام