پروان کې یو کس د خپل «تره د زوی» له‌خوا وژل شوی

د پروان امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په اړوند سیمه کې یو کس د خپل د تره زوی «اکاه زوی» له‌خوا وژل شوی دی.

پېښه پرون پنج‌شنبه د غويي ۲۸مه د یاد ولایت د بګرام ولسوالي اړوند سیمه کې شوې ده. د پروان د امنیې قومنداني ویاند محمدکامران حبیبي سلام‌وطندار ته د پېښې د تایید ترڅنګ وايي چې دغه کس د ټوپک ډزو وژل شوی دی.

بغلان کې ټرافیکي پېښه؛ څلور کسان مړه او یو بل ټپي شوی

 د بغلان د ټرافیکو مدیریت مسوولان وايي چې د دغه ولایت کې د یوې ټرافیکي پېښې پر مهال څلور کسان مړه شوي او یو بل کس ټپي دی.

د بغلان د ټرافیکو مدیریت د پېښو امر صفي‌الله عمري سلام‌وطندار ته ویلي چې پېښه پرون پنج‌شنبه د غويي ۲۸مه د «نصرت امین» سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې یو موټر له سړک واوښت او د «ګوهرګان» سیند پرېوت.

بدخشان کې د ټرافیکي پېښې له کبله ۱۸کسان ټپیان شوي

بدخشان کې محلي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په یاوان ولسوالي کې د یوې ټرافیکي پېښې له کبله ۱۸کسان ټپیان شوي دي.

پېښه پرون پنج‌شنبه د غويي ۲۸مه د دغه ولایت د یاوان ولسوالي په «سفیدار ایلکه» کلي کې د یوه موټر د چپه‌کېدو له امله رامنځته شوې ده.

جوزجان کې یوه ۵۸کلن کس ځان‌وژنه کړې

د جوزجان امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په اقچه ولسوالي کې یوه ۵۸کلن کس ځان‌وژنه کړې ده.

پېښه پرون پنج‌شنبه د غويي ۲۸مه د اقچې ولسوالي په ګذر مهراباد سیمه کې رامنځته شوې ده.

شنونکي: له نړۍ سره د ا.ا تقابل پر افغانانو د نړیوالې ټولنې مرستې کمې کړي

د اسلامي امارت او نړۍ ترمنځ تقابل چې د تېرو شاوخوا شلو میاشتو پر مهال په افغانستان کې بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو حقونو په پام کې نه نیولو له کبله ډېر شوی، دغه وضعیت له افغانانو سره د نړیوالې ټولنې مرستې هم را کمې کړې دي.

د موزیم نړیواله ورځ؛ «د ځای نشتون له کبله ۹۵سلنه اثار ګودامونو کې ساتو»

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نن پنج‌شنبه د مې میاشتې ۱۸مه چې د موزیم له نړیوالې ورځې سره برابره ده، کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې ونمانځله.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت یاده نمانځ‌غونډه کې بېلابېل ډوله لرغوني اثار هم نندارې ته وړاندې کړل. دغه تاریخي اثار د لوګر مس‌عینک کان څخه د کورنیو او بهرنیو لرغون‌پوهانو د کیندنو په پایله کې کشف شوي دي.

لوګر کې د «سنځل ګل» ۱۷مه کلنۍ مشاعره جوړه شوه

لوګر کې د سنځل ګل دودیزه کلنۍ مشاعره نن پنج‌شنبه د غويي ۲۸مه د دغه ولایت د مرکز پل‌علم ښار اړوند سپورټ لوبغالي کې جوړه شوه چې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه په‌کې نوم‌وتو شاعرانو او فرهنګ‌پالو ګډون کړی وو.

غزني کې ماین چاودنې یو کس وژلی

د غزني امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د ماین چاودنې له کبله یوه کس خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د غزني د امنیې قومنداني ویاند خالد سرحدي سلام‌وطندار ته ویلي چې پېښه پرون چهارشنبه د غويي ۲۷مه د دغه ولایت د قره‌باغ ولسوالي اړوند «خالوخېلو» کلي کې رامنځته شوې ده.

د روزګان د پوهنې رییس: د هېواد پرمختګ لپاره عصري زده‌کړې اړینې دي

د روزګان د پوهنې رییس دغه ولایت کې د یوې غونډې پر مهال ویلي چې هېواد کې باید د عصري زده‌کړو لپاره زمینه برابره شي او په وینا یې، له عصري زده‌کړو پرته د هېواد پرمختګ ناشونی دی.

د روزګان د پوهنې رییس شمس‌الله کامران دې غونډه کې همداراز وویل، که افغانان د نورو له احتیاج څخه خلاصون او په ځان‌بسیاینه غواړي، باید عصري زده‌کړې وکړي.

تورخم کې ۴۸۷ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي نیول شوي

د تورخم ګمرک مسوولان وايي چې تورخم ښارګوټي کې یې له پاکستان څخه افغانستان ته د لېږدېدونکو ۴۸۷ کیلو ګرامه چاودېدونکو توکو مخه نیولې ده.

د مسوولانو په وینا، چاودېدونکي توکي چې په ۳۹ کڅوړو کې په یوه باروړونکي موټر کې ځای پر ځای شوي وو، د یاد ګمرک د کارکوونکو له‌خوا کشف او نیول شوي دي.

هلمندي کروندګر په لومړي ځل له خپلو ځمکو د «اینجې شیره» راټولوي

نورالله خان د هلمند د ګرشک ولسوالي د سیدانو کلي کې پر خپله یو جریب ځمکه د کابو ۵۰۰زره پاکستانۍ کالدارو په لګښت د اینجې نیالګي کینولي دي.

د نوموړي په وینا، پر خپله ځمکه یې ۸۰۰۰ نیالګي کېنولي او هیله لري چې څو برابره عواید ترلاسه کړي. محمد نذیر هم د هلمند د ګرشک ولسوالي د «سیدانو» کلي یو بل کروندګر دی.

غور کې د یوه کس جسد موندل شوی

د غور محلي مسوولان وايي چې یاد ولایت کې یې د یوه کس جسد پیدا کړی دی. د یاد ولایت د محلي مسوولانو په وینا، د امنیې قومنداني استخباراتي او امنیتي ځواکونو د «ظفرخان» په نوم د یوه کس جسد موندلی دی.

ویل کېږي چې یاد کس د پکتیکا ولایت د «مټي‌خان» ولسوالي اصلي اوسېدونکی دی او د غور په دولتیار ولسوالي کې یې جسد پیدا شوی.

د غور محلي مسوولانو تراوسه د یادې پېښې د څرنګوالي او انګېزې په تړاو څه نه دي ویلي.

د عامې روغتیا وزارت: نږدې درېوو اوونیو کې ۳۰۰۰ کسان پر کورونا اخته شوي

د عامې روغتیا وزارت مسوولان هېواد کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو له ډېروالي خبر ورکوي.

د عامې روغتیا وزارت مسوولان سلام‌وطندار ته نن چهارشنبه د غويي ۱۷مه ویلي چې د تېرو ۱۸ ورځو پر مهال هېواد کې د کورونا ویروس ۳۰۰۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

افغانستان کې د پوځي تشکیلاتو ډېرېدو په اړه د سیمې هېوادونو اندېښنو ته د ا.ا غبرګون

ا.ا د روسیې د علومو اکاډمۍ علمي، تحلیلي او اطلاعاتي مرکز رییس نیکولای پلوتنیکف وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې د ا.ا حکومت له کوم هېواد سره شخړه نه غواړي او د اړتیا له مخې د هېواد امنیت ټينګښت لپاره کار کوي.