د کابل ښار یوشمېر نجاران شکایت کوي چې په دې وروستیو کې د ودانیزو چارو کمېدو او د خلکو اقتصادي وضعیت کمزورتیا لامل شوي چې د دوی بازار پیکه کړي.
د کابل ښار په قلعه فتحالله کې یو نجار زړګی وايي، له ۴۵ کلونو راهیسې نجاري کوي او دغه کسب ورته پلار او نیکه ورته پاتې دی. نوموړی وايي چې اوس یې کارونه د پخوا په پرتله ۸۰ سلنه کم شوي دي.
هغه زیاتوي: «کاروبار نشته. خلک ښه روزګار نه لري چې فرمایش راکړي. زموږ کار د خلکو له اقتصاد سره تړلی؛ ځکه خلک په دغو شرایطو کې کړکۍ او دروازې څه کوي. دوه درې میاشتې کېږي چې د هټۍ کرایه مې نهده ورکړې، د غرمې ډوډۍ راباندې تاوان ده؛ په داسې حال کې چې پخوا ډېر ښه و.»
د کابل ښار په شهرنو سیمه کې يو بل نجار غلامسرور هم وايي چې د اسلامي امارت له لوري د ودانیزو چارو بندېدل او د خلکو اقتصادي ستونزې هغه لاملونه دي چې د دوی د کار بازار یې کمرنګه کړی دی.
غلامسرور وايي: «د نجارۍ کار د ودانیو له جوړولو سره تړلی. مخکې به مو کارونه په نوبت اخیستل، خو اوس په شل ورځو یوه میاشت کې ان یو فرمایش هم نه لرو. کار ډېر توپیر کړی، موږ اندېښمن یوو چې دغه وضعیت به تر څه وخته دوام کوي.»
په دغو نجارانو کې داسې کسان هم شته چې وايي، په میاشتو-میاشتو یې څوک د کارخونې په لور نه ورځي. د کابل ښار په شهید څلورلارې کې یو نجار احمدفرید وايي، له څو میاشتو راهیسې د کارځای کرایه هم پرې پاتې ده.
نوموړی زیاتوي: «مخکې به مو په یوه میاشت کې له ۱۵ تر ۲۰ زرو کار کاوه، خو اوس د میاشتې شپږ زره کار کوو. له بهر نه د فرنیچر را واردېدل او په داسې حال کې چې مالیه یې لوړه ده، زموږ کاروبار ښه نهدی. موږ ته ډېره سخته ده.»
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
خو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مسوولان د صنعتکارانو پر ملاتړ ټینګار کوي. د دغه وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخوندزاده په دې اړه سلاموطندار ته ویلي: «موږ تل د صنعتکارانو ملاتړ کړی. هم د نجارۍ او هم په نورو برخو کې. هغه وړاندیز چې موږ د کورنیو تولیداتو د ملاتړ لپاره درلود، منل شوی. موږ د صنعتکارانو د ودې او پرمختګ لپاره هر لازم کار کوي.»
د یادونې ده چې نجاري په افغانستان کې یو پخوانی صنعت دی، خو اوس د نورو صنعتونو تر څنګ، د نجارانو کاروبار هم کمرنګه شوی دی.