د ا.ا رییس‌الوزرا محمدحسن اخُند‌زاده د کابینې په فوق‌العاده ناسته کې په پکتیکا او خوست کې د شوې زلزلې له امله د قربانیانو کورنیو او د ټپیانو وضعیت ته د رسېدنې په موخه یو میلیارد افغانۍ منظور کړې دي.

د باختر خبري اژانس د راپور له مخې، په یاده ناسته کې ریس‌الوزرا د قربانیانو او زیانمنو شویو کورنیو سره د خواخوږۍ ترڅنګ اړوندو ادارو ته لارښوونه کړې چې د زلزله ځپلو وضعیت ته دې په بېړنۍ توګه رسېدنه وشي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال د باختر خبري اژانس په راپور کې راغلي چې رییس‌الوزرا ویلي، زلزله ځپلو سیمو ته له ځمکني او هوايي ټرانسپورټ څخه د خوراکي توکو، البسه او درملو لېږد په موخه استفاده وشي.

په همدې حال کې محمدحسن اخندزاده د بېړنیو مرستو د وېش لپاره یو هیت ټاکلی، څو دغو ولایتونو ته سفر وکړي. د افغانستان یوشمېر ولایتونه په ځايي وخت د شپې شاوخوا یوه نیمه بجه یوې زورورې زلزلې لړزولي دي.

د امریکا د جیولوجیکي‌ سروې ادارې ویلي، د رېښتر په کچه د دې ۶.۱ درجې زلزلې مرکز د افغانستان د خوست ولایت د سویل لوېدیځ ۴۴ کیلومترۍ کې و.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پرمهال وویل چې د بېګانۍ زلزلې له امله په یوشمېر ولایتونو کې ۹۲۰ کسان مړه شوي او څه باندې ۶۰۰ کسان ټپیان دي.

شرف‌الدین مسلم وویل چې د مړینې او ټپیانو دغه شمېرې لومړنۍ دي او ښايي له دې هم زیاتې شي. نوموړي همدا راز زیاته کړې چې د قربانیانو له کورنیو سره به ۱۰۰زره او هغه کسان چې ټپیان شوي، هغوی ته ۵۰۰۰۰ افغانۍ ورکړل شي.

بل‌خوا پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال له نړیوالو مرستندویه بنسټونو غوښتنه کړې چې زلزله ځپلو سره بېړنۍ مرستې وکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا زلزله داسې حال کې شوې چې د کابل په ګډون یوشمېر ولایتونو کې بارانونونه شوي او روان دي، چې د کورونو د نړېدو خطر یې ډېر کړی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام