په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي، بریټانیا د افغانستان له بشردوستانه صندوق سره یو میلیون او ۳۰۰ زره ډالره مرسته کړې ده.
اوچا نن دا موضوع پر خپلې اېکسپاڼې لیکلې، خو دا چې یادې پیسې به په کومو برخو کې لګول کېږي، په اړه یې جزیات نهدي ورکړي.
بریټانیا څو اوونۍ مخکې هم په افغانستان کې له اړمنو سره د مرستې په موخه د خوړو نړیوال پروګرام سره ۳۶ میلیونه او ۵۰۰ زره ډالره مرسته کړې وه.