د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي ریچارد لیندسي، اعلان کړی چې هېواد به یې افغانستان ته څلور میلیونه پونډه مرسته ورکړي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت نن پنجشنبه (د لړم لومړۍ نېټه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، ریچارد لیندسي دا خبره د دغه وزارت له وزیر، محمدعبدالکبیر، سره د لیدنې پرمهال کړې ده.

نوموړي زیاته کړې چې دا مرسته د افغانستان ختیځ کې زلزله‌ځپلو خلکو د ملاتړ لپاره ځانګړې شوې ده.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د برېتانیا ځانګړي استازي ټینګار کړی چې هېواد به یې له افغانستان سره د بشري مرستو بهیر ته دوام ورکړي.

بل‌خوا د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر له برېتانیا غوښتي چې له افغانستان سره د بېرته راستنېدونکو لپاره د هستوګنې ښارګوټو په جوړولو کې همکاري وکړي.

یاده دې وي، برېتانیا تر دې مخکې هم د افغانستان د طبیعي پېښو له زیانمنو شویو خلکو سره درې میلیونه پونډه مرسته کړې وه.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام