د میدان‌وردګ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکي وایي چې د کتاب اوونۍ د نمانځنې په لړۍ کې د یاد ولایت په میدان‌ښار کې د کتاب مطالعې دود پراخولو په موخه د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شوی.

د میدان‌وردګ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست رییس حبیب‌الله مجاهد وویل، د دغه نندارتون له جوړېدو څخه یې موخه ځوانان د کتاب مطالعې ته رابلل دي او هڅه کوي چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د کتاب مطالعې ته د ځوانانو لېوالتیا زیاته کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي وویل، د پخوا په پرتله په مرکز او ولسوالیو کې د ځوانانو لپاره کتابتونونه پرانېستې دي او ځوانان کولای شي چې د خپلې خوښې کتابونه مطالعه کړي.

د کتابونو جوړ شوي نندارتون یوه ګډونوال شکورالله دانش سلام‌وطندار ته وویل، خوښ دی چې په مرکز پل‌علم کې د کتابونو د مطالعې لپاره نندارتون جوړ شوی ده.

هغه وایي چې د هر ځوان دا دنده ده چې نور ځوانان مطالعې ته راوبولي او د کتاب مطالعه کولای شي چې د ځوانانو په ژوند کې مثبت بدلون رامنځته کړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

باید وویل شي چې له دې وړاندې هم د هیواد په یو شمیر ولایتونو کې د کتابونو نندارتونونه جوړ شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام