عبدالله عزیزي د کابل ښار په یوه څنډه کې ژوند کوي. له ماشومتوب یې نړۍ د تیارو او رڼا ترمنځ بدلېږي، خو له یوه خوښ او هیلهمند مخ سره، هغه د خپلو هیلو د ترلاسه کولو لپاره هڅه کوي.
عبدالله عزیزي ۲۶ کلن ځوان دی چې هر ګام یې یوه مبارزه ده؛ خو له ارامتیا او صبر څخه ډکه مبارزه. نوموړی له ټولو سختیو سره سره نړۍ ته باور لري، ان کله چې سترګې یې هر څه په روښانه ډول نهشي لیدلی.
عبدالله له زېږون راهیسې د لیدلو له ستونزو سره مخ دی. «سړی هیله کوي چې کاش لید یې کولای شوای. که ما لیدلی شوای، هېڅکله به مې نورو سره ځان نه پرتله کاوه، ځان سره به مې مقایسه کوله. عبدالله چې کمبینا دی او که بینا وای څه ډول به وای.»
د عبدالله ژوند یوازې د سترګو د لید کمزورتیا پورې محدود نهدی؛ بلکې بېوزلي هم د هغه د زدهکړو په لاره کې لویه ستونزه ده.
عبدالله دوه کاله پرلهپسې د کانکور په عمومي ازموینه کې د کابل پوهنتون د دري او پښتو ادبیاتو په څانګو بریالی شوی؛ خو بېوزلي ورته اجازه نهده ورکړې چې پوهنتون کې خپلې زدهکړې ته دوام ورکړي.
نوموړي وویل: «موږ باید لومړی کتاب واخلو، او یوشمېر خلک شته چې دې برخه کې کار
کوي او د ړندو لپاره غږیز کتابونه جوړوي. دوی پیسې غواړي؛ یعني هغه وخت کې یې امکانات نهوو برابر، څو پیسې ورکړم، له دې پرته، کرایه هم وه او له هغه سیمې څخه چې موږ پکې ژوند کوو، هلته د تګ راتګ لګښت لوړ و.»
عبدالله د خپلو محدودیتونو د لرېکولو لپاره له ټکنالوژۍ سره ملګری شوی. اوس هغه د ادارې او مدیریت ترڅنګ، په انټرنټ کې د ویبپاڼې د ډیزاین انلاین زدهکړه هم کوي او هیله لري چې یوه ورځ د ویبپاڼې یو مسلکي ډیزاینر شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه وویل: «زه غواړم په راتلونکي کې یو پیاوړی ویب ډیزاینر شم. زه د ویبپاڼې ډیزاین سره ډېره علاقه لرم، کوم چې ما په ۱۴۰۲ کې پیل کړ او تراوسه پورې مې دوام ورکړی. هر څه چې زه زدهکوم، په ټېلېګرام چینل کې چې موږ یې لرو، هلته غږیز بڼه ثبتېږي، او نورو نابینایانو سره یې شریکوم.»
د هغو خلکو ژوند چې د سترګو لید یې کمزوری وي، تل د زدهکړې، کارموندنې او شخصي خپلواکۍ په برخه کې له ستونزو ډک وي. په ټولنه کې ناوړه چلندونه هم له هغو ستونزو څخه دي چې دوی ورسره مخامخ وي.
عبدالله په دې اړه خپلې تریخې خاطرې شریکوي: «په لاره کې یو سیند و، غوښتل مې ترې تېر شم، بیا یو دوه کسان پیدا شول راته یې، وویل: راځه چې تاسو سیند څخه تېر کړم؛ کله چې سیند څخه تېر شوم، ومې لیدل چې جیب کې مې موبایل نشته، هلته کېښناستم شاید کوچنی به وم، ومې ژړل، ډېر درد یې راکړ.»
د سیوري په منځ کې، لکړه د عبدالله ملګری، لارښود او څراغ ګرځي، هغه ته اجازه ورکوي چې په زړورتیا او باور سره حرکت وکړي او په خپله لاره دوام ورکړي. «ځینو ځایونو کې لکړې ته اړتیا کېږي، لکه له سړک چې تېرېږم یا تیارې کې روان یم، لکړه له ځان سره ګرځوم.»
که څه هم عبدالله له خپلو محدودیتونو سره سره خپل ژوند ته دوام ورکوي؛ خو لا هم په زړه کې د لیدلو هیله لري؛ هغه ارمان لري چې یوه ورځ به یې سترګې بېرته لید ترلاسه کړي؛ خو تر ټولو مهمه ورته دا ده چې قوي اراده ولري، ودریږي، دوام ورکړي او پر ځان باور ولري.
هغه وویل: «که اقتصادي او مالي وضعیت مې ښه وای، کوښښ مې کاوه چې خپله بینايي ترلاسه کړم. هر کار مې ورته کاوه.»
که څه هم عبدالله له ګڼو ستونزو سره مخ دی؛ خو هڅه کوي چې خپل ژوند ته نوې مانا ورکړي او د خپلې قوي ارادې په مرسته ورو ورو خپله خوښه نړۍ جوړه کړي.


