لغمان کې د چاپېریال ساتنې ریاست له لوري پر ښکار له بندیز وروسته د دغه ولایت یوشمېر ښکاریان وایي چې پر ښکار د بندیز له امله یې ورځنی کاروبار زیانمن شوی دی.
یوشمېر ښکاریانو سلاموطندار ته وویل چې له کلونو راهيسې یې د کبانو او هیلیو ښکار کاوه او له دې لارې به یې خپلې کورنۍ ته ډوډۍ پیدا کوله، خو په وینا یې، دې چارې ورڅخه د ډوډۍ پیدا کولو فرصت اخیستی دی.
دوی زیاته کړه چې د چاپېریال ساتنې ریاست له لوري یې د ښکار لپاره جوړ شوي ځایونه او جالونه لهمنځه وړل کېږي او د ښکار اجازه نهلري.
د لغمان مرکز مهترلام کې یوه ښکاري محمدطاهر وویل: «موږ د ژمي په موسم کې سیند کې نورونه جوړوو چې د هیلیو ښکار مو کوه او د الینګار په سیند کې مو ماهیان هم نیول، خو اوس نه پرېښودل کېږو چې ورسره مو وضعیت خراب شوی، ځکه نور کار هم نشته.»
امین چې له دې وړاندې به یې لغمان کې ښکار کاوه، سلاموطندار ته وویل، له کلونو راهیسې یې د دامونو په وسیله مرغۍ نیولې او بیا یې ښار کې پلورلې، خو اوس د چاپېریال ساتنې ریاست له لوري دغه کار ته نه پرېښودل کېږي.
نوموړي وویل: «موږ دوه ورونه له تېرو دولس کلونو راهیسې همدا د ښکار کار کوو. په باباصیب ډاګ کې جالونه دروو او مرغۍ نیسو بیا یې بازار کې خرڅوو، خو اوس ښکار بند دی. دوه ځله یې زمونږ جالونه وشکول. اوس د ګټې بله لار نهلرو مجبور یو چې ایران ته د مزدورۍ لپاره لاړ شو.»
بل لور ته د لغمان د چاپېریال ساتنې ریاست مسوولان هم تاییدوي چې دغه ولایت کې یې پر ښکار بندیز لګولی دی.
د دې ریاست د طبیعي میراثونو مدیر محمدفهیم صدیقي وویل، د چاپېریالي قوانینو او مقرراتو د پلېکېدو په موخه یې یاده پرېکړه کړې ده.
«د الیشنګ او الینګار د سیندونو په مسیر کې مو د ښکاریانو د ښکارځایونه او اسباب چې چجې او جالونه دي تخریب کړي او د الوتونکو د ښکار په برخه کې مو هم اقدامات کړي چې د مرکز او ولسوالیو په کچه مو د ښکاریانو څخه د مارغانو مختلف ډولونه چې تعداد یې شپږزرو ته رسیږي، د ښکاریانو څخه بېرته طبیعت ته خوشې کړي.»
لغمان له هغو ولایتونو دی چې ډول ډول نایابه مارغان لري چې ډېر کله به د ښکاریانو له لوري نیولکېدل او بیا به په ټیټه بیه په بازارونو کې پلورل کېدل.