د بادغيس ولايت د ښځو چارو رياست مسوولان سلاموطندار ته وايي، «جوند» ولسوالۍ کې يوې نوې ناوې د موږک د وژلو درمل خوړلي او ځان يې وژلی دی.
د ياد رياست رييسه راحله نادري وايي، دغې ناوې ۲۴کاله عمر درلود او يوه نیمه مياشت وړاندې يې واده کړی و.
نوموړې وايي، د مړې شوې مېرمنې جسد د هرات حوزوي روغتون ته څېړنې لپاره لېږدول شوی دی.
راحلې نادري زياته کړه د دغې ښځې خاوند تښتېدلی او پوليسو يې د خاوند مور او پلار نيولي دي.
د بادغيس د ښځو چارو رييسه په دې ولايت کې د کورني تاوتريخوالي له زياتېدو اندېښنه ښيي او وايي، په تېرو ۶ مياشتو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۵۴ پېښې ثبت شوي دي چې د تېر کال په پرتله ۵۰ سلنه ډېروالی ښيي.