غزه کې د اسراییلي بریدونو له امله یوازې پرون سه‌شنبه، وږي دویمه، څه باندې ۱۰۰ فلسطینیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی چې په‌کې څو خبریالان هم شامل دي.

د راپورونو له مخې، اسراییلي ځواکونو د خلکو پر کورونو او د بې‌ځایه شویو پر خېمو بمبارۍ کړي دي. د دې بریدونو له امله ګڼ‌شمېر کورنۍ بې‌ځایه شوي او سیمه د شدیدې ناامنیو ښکار شوې ده.

غزه کې روغتیايي سرچینې وایي، ټپيانو ته بېړنۍ طبي مرسته  رسول، خورا ستونزمنه شوې او روغتیايي مرکزونه د اورښت لاندې دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


نړیوالې ټولنې د دې بریدونو په اړه اندېښنه ښودلې او د اوربند غوښتنه کوي.

د وژل شویو او ټپيانو شمېر ورځ تر بلې زیاتېږي او د مرستندویه سازمانونو له مخې، د خلکو لپاره خوندي ځایونه نږدې په نشت حساب دي.

د سیمې وضعیت د بشري ناورین په حالت کې دی او په بېړنۍ توګه نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام