Asset 1SWN

پر مدني ټولنو بريد د طالبانو راتلونکې موخه؛ صالح خبرداری ورکړ

Amrullah-Saleh-oy91yqkbqfyxfry2xlu5wjwtpo4mpxee18wolihmdw

 

د ولسمشر لومړی مرستيال امرالله صالح د ملي امنيت له قوله وايي، طالبانو پرېکړه کړې چې د افغانستان په لويو ښارونو کې مدني ټولنې موخه وګرځوي.  نوموړی وايي، د طالبانو په اند هغه وژنې چې د ټولنې عاطفه او احساس زيانمنوي، د دې لامل کېږي چې خلک د حکومت له کړنو ناراضه شي.

امرالله صالح نن پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي:« د ملي امنيت رياست خبر ورکوي چې طالبانو پرېکړه کړې د افغانستان په لويو ښارونو کې مدني ټولنې چې د نرمو موخو له ډلې شمېرل کېږي، ترور کړي.»

نوموړی زياتوي، دا اطلاع دې لپاره نه خپروي چې خلک و وېروي، بلکې غواړي خلک د دښمن پر ماهيت پوه کړي.

د ولسمشر لومړی مرستيال له مدني ټولنې غواړي چې په يوه غږ طالبان او د هغوی پلويان «ناپوهه» وګڼي او ووايي چې هدفي وژنې يې ملا نه‌شي ماتولای.

نوموړي همداراز د هغو کسانو د نيول کېدو خبر ورکوي چې په ټولنيزو رسنيو کې يې د ښوونځيو په اړه «وېروونکي خبرونه» خپاره کړي وو. صالح وايي،د يادو کسانو نومونه او انګېزې به وروسته خپرې کړي.

د صالح په وينا، يوه له دغو شبکو چې ښوونځي يې ګواښل « همګام با کانکور» يې نوم و. نوموړی زياتوي، هغه ښوونکي چې زرغونې ښوونځي کې ترهګريز شايعات خپاره کړي وو، هم پېژندل شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام