خوښي: یو مثبت احساسي حالت دی چې د قناعت، دننه ارامۍ، هیلو او له ژوند څخه د خوند اخیستلو احساس سره تړاو لري. خوښي د فردي لاسته راوړنو، سالمو ټولنیزو اړیکو، رواني امنیت او د ورځنيو ښو تجربو په پایله کې رامنځ ته کیږي.

خفګان: د احساساتو منفي حالت دی چې ناراحتۍ، انګېزې نه‌لرلو، ناهیلۍ او د ژوند له شرایطو نارضایتۍ سره مخ دی. دغه احساس د بېکارۍ، کورنیو فشارونو، ناامنۍ، د امکاناتو یا د شخصي ناکامیو تجربو په څېر د ستونزو پر وړاندې طبیعي غبرګون دی.

د موضوع بیان

د افغانستان اوسنیو شرایطو کې ځوانان ټولنیزو، اقتصادي، فرهنګي او رواني برخو کې پراخو ننګونو سره مخ دي. ناامنۍ، بېکاري، پر زده‌کړو محدودیتونه، کډوالي، جنسیتي تبعیض او کورني فشارونه له هغو عواملو دي، چې د ځوانانو پر رواني حالت او د هغوی د ژوند پر کیفیت مخامخ اغېز کوي. په دې توګه د ځوانانو رواني او عاطفي وضعیت په ځانګړې توګه د هغوی خوښۍ او خفګان ته پام نه یوازې انساني اړتیا ده، بلکې د انساني او ټولنیزې پراختیا په برخه کې د ګټورو پروګرامونو طرحه کولو لپاره وړاندې شرط دی.

سره له دې چې د افغان ځوانانو ترمنځ د رواني روغتیا او احساساتو په تړاو د کره اطلاعاتو او کره شمېرو تشه موجوده ده، دغه سروې د هېواد بېلابېلو سیمو کې د ځوانانو د خوښۍ او خفګان سنجولو په موخه ترسره شوې ده. د دغې څېړنې موندنې کولی شي له دولتي بنسټونو، غیردولتي سازمانونو، رسنیو او ټولنیزو فعالانو سره مرسته وکړي، ترڅو د ځوانانو رواني وضعیت په اړه غوره درک ترلاسه کړي او د هغوی د ژوند وضعیت ښه‌والي لپاره پروګرامونه طرحه او اجرا کړي.

اصلي پوښتنې

۱ـ د افغان ځوانانو ترمنځ د خوښۍ او خفګان کچه څنګه ده؟

۲ـ کوم عوامل د هغوی د خوښۍ یا خفګان لامل کیږي؟

۳ـ ځوانان د غم او رواني فشار کمولو لپاره له کومو لاروچارو ګټه اخلي؟

۴ـ ایا د تفریح او له ژوند څخه د خوند اخیستو لپاره وخت ته پام کوي؟

۵ـ څومره احساس کوي چې ټولنه یې د ستونزو کمولو کې رول لري؟

۶ـ د رواني ستونزو د مخنیوي لپاره وړاندیزونه کوم دي؟

د څېړنې مخینه

دې وروستیو کلونو کې افغانستان کې د ځوانانو رواني او عاطفي وضعیت د ټولنیزو، اقتصادي، فرهنګي او نورو عواملو تر اغېز لاندې راغلی دی. تېرو لسیزو کې د حاکمو نظامونو بې‌ثباتۍ او هېواد کې وروستیو سیاسي بدلونونو ته په پام، د افغان ځوانانو روحیه او احساس تر تاثیر لاندې راغلی. ښايي یوشمېر ځوانان ناهیلي، خفګان او ټولنیزه انزوا تجربه کړي. ورته وخت کې ځینې ځوانان د ننګونو ترڅنګ هڅه کوي خپلو هیلو ته ورسیږي او د غوره راتلونکې لپاره پروګرامونه ولري.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


که څه هم راپورونو کې په تدریجي ډول د ځوانانو رواني حالت ته اشاره شوې، خو تراوسه داسې یوه جامع او منظمه سروې چې په ملي کچه د ځوانانو د خوښۍ او خفګان کچه روښانه کړي، ډېرې کمې ترسره شوې دي.

دغه سروې کې د یادې اطلاعاتي تشې ډکولو او مختلفو ولایتونو څخه د ځوانانو تر پوښښ لاندې راوستو لپاره هڅه شوې چې د هغوی د احساس او رواني حالت یو حقیقي انځور وړاندې کړي او د دوی لپاره د خبرو، مداخلې او هدفمند ملاتړ لپاره اساس چمتو کړي.

د څېړنې موخې

۱ـ د افغان ځوانانو ترمنځ د خوښۍ او خفګان د واقعي کچې ارزول؛

۲ـ د ځوانانو ژوند کې د خوښۍ او خفګان د اصلي لاملونو مشخصول؛

۳ـ د هېواد له ټولنیز وضعیت او له رواني ستونزو سره د ځوانانو د مقابلې لاروچارو ارزول؛

۴ـ هېواد کې له راتلونکو ټولنیزو، ښوونیزو او رواني تګلارو سره د مرستې لپاره د ځوانانو له رواني وضعیته د یوه دقیق انځور وړاندې کول؛

د څېړنې د پیل او پای وخت

دا سروې د ۲۰۲۵ کال د فبروري په ۲۵مه پیل شوه او د روان کال د اپریل په ۲۲مه پایته ورسېده.

د تحلیل تګلاره

دا څېړنه د چاپ شویو او ډیجیټل پوښتنو وېشلو له لارې ترسره شوې او مالومات یې د SPSS پروګرام په کارولو سره تحلیل شوي.

د څېړنې ننګونې

دا ښکاره خبره ده چې افغانستان کې په ځانګړې توګه یوه دودیزه ټولنه کې د ځوانانو ترمنځ د خوښۍ او خفګان د موضوع څېړنه ځانته ننګونې لري. دغه څېړنه هم د مختلفو ستونزو او ننګونو سره مل وه چې ځینې یې لاندې ذکر شوي دي.

۱ـ د کلتوري او ټولنیزو خنډونو او په ټولنه کې د ښځو ګډون پر وړاندې د محدودیتونو له امله، په ډیری سیمو کې ځوانو نجونو ته لاسرسی ستونزمن و.

۲ـ موجوده سیاسي او ټولنیز وضعیت ته په پام، یو شمیر ځوانانو د خپلو احساساتو، هیلو یا نارضایتۍ په اړه صادقانه ځوابونه ورکولو څخه ډډه وکړه.

۳ـ ډیری ځواب ویونکي د سروې له مفهوم سره نا اشنا وو، یا یې بې ګټې ګڼلې چې د ځوابونو د ډکولو او ترلاسه کولو لپاره یې ډېر وخت ونیوه.

۴ـ ځینو ځواب‌ویونکو د ټولنې د منفي قضاوتونو له ویرې د خپلو احساساتو او رواني ستونزو شریکولو څخه ډډه کړې او هڅه یې کوله چې خپل ریښتینی وضعیت پټ کړي.

۶ـ د ځینو ځواب ویونکو لخوا انټرنیټ ته د لاسرسي نشتوالي او د آنلاین پوښتنلیکونو ډکولو سره د دوی نه بلدتیا د مالوماتو راټولولو پروسه ستونزمنه کړه.

د څېړنې متغیرات

د خوښۍ او خفګان کچه، د کار حالت، تعلیم، کورنۍ ستونزې، تفریحي فرصتونه، د کډوالۍ تجربه او موجوده دودونه د دې مطالعې متغیرات دي.

د راپور غورچاڼ

سلام‌وطندار د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې د ځوانانو د خوښۍ او د خفګان کچې ارزونې لپاره یوه سروې ترسره کړه. په دې سروې کې ۵۰۰ ځوانانو ګډون کړی و. د ګډون لوړه کچه په کابل کې په ۱۴ سلنې، هرات کې په ۱۲ سلنې او فاریاب کې په ۱۱.۲ سلنې سره ثبت شوې وه؛ په‌داسې حال کې چې د ګډون ټیټه کچه په نیمروز، فراه او هلمند کې په ۰.۲ سلنې سره ثبت شوې ده.

په دغه سروې کې، ځوانانو د خپلې خوښۍ یا خفګان کچې ته له ۱ څخه تر ۱۰ پورې نمرې ورکړي. پایلې ښیي چې ۳۰.۸ سلنه ځوانانو ځانونه غمجن، ۴۹ سلنو د خوښۍ او خفګان ترمنځ حالت او ۲۰.۲ سلنه نورو بیا ځانونه خوشحاله بللي دي.

د کارموندنې وضعیت په برخه کې، ۴۲ سلنه ځوانان اوزګاره وو، ۳۴.۲ سلنه دندې درلودې او ۲۳.۶ سلنه نور یې زده‌کوونکي وو. دا د ځوانانو ترمنځ د اوزګارتیا لوړه کچه ښیي.

ځوانانو د خپلې خوښۍ لپاره بېلابېل دلیلونه وړاندې کړل. د دوی له ډلې ۳۷.۲ سلنه کورنۍ، ۲۹.۲ سلنه  دنده یا تعلیم، ۱۴.۴ سلنه ملګري، ۱۳.۴ سلنه تفریحي فعالیتونه او ۵.۸ سلنه جشنونه او محلي مراسم د خپلې خوښۍ لاملونه بللي دي..

د خپګان د لاملونو په برخه کې، ځوانانو مختلف لاملونه یاد کړي. د دوی له ډلې ۴۵ سلنه بېکاري، ۲۳.۶ سلنه کورنۍ ستونزې، ۱۹.۹ سلنه د تفریحي اسانتیاوو نشتوالی، ۶.۸ سلنه ناامني او ۴.۸ سلنه ځوانانو هېواد ته راستنېدل د خپګان لاملونه ګڼلي دي.

د خفګان د احساس کمولو لپاره، ۴۴.۲ سلنه ځوانان لمونځ یا عبادت ته مخه کوي، ۲۸.۸ سلنه له ملګرو یا کورنۍ سره خبرې کوي، ۱۹.۶ سلنه موسیقي اوري یا فلمونه ګوري او ۷.۴ سلنه په تفریحي فعالیتونو کې برخه اخلي.

ټولیز راپور

سلام‌وطندار د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې د ځوانانو د خوښۍ او خفګان کچې ارزولو لپاره یوه سروې ترسره کړه چې ۵۰۰ ځوانانو پکې برخه اخیستې وه. د دوی له ډلې، کابل په ۱۴ سلنه ګډونوالو سره ترټولو زیات، هرات په ۱۲ سلنه، فاریاب په ۱۱.۲ سلنه او نیمروز، فراه او هلمند په ۰.۲ سلنه مرکه شویو کسانو، تر ټولو ټیټ شمېر درلود.

په دغه سروې کې ۵۰۰ ځوانو ګډونوالو ځانونه د خپلې خوښۍ او خفګان حس لپاره له ۱ تر ۱۰ پورې نمرې ورکړي. پایلې ښيي چې د دې ځوانانو ۳۰.۸ سلنه د خفګان په کټګورۍ کې وو، ۴۹ سلنه د خوښۍ او خفګان ترمنځ وو او ۲۰.۲ سلنه نورو ځانونه خوشحاله ګڼل.

د هغو کسانو له ډلې چې سلام‌‌وطندار ورسره مرکې کړي، ۵۹.۶ سلنه یې ښځې او ۴۰.۴ سلنه یې نارینه وو.

په دې سروې کې د برخه اخیستونکو له ډلې، ۴۸.۲ سلنه د ۱۸ او ۲۵ کلونو ترمنځ، ۳۹.۴ سلنه د ۲۵ او ۳۰ کلونو او ۱۲.۲ سلنه د ۳۰ او ۳۵ کلونو ترمنځ عمرونه لري.

په دې سروې کې د ټولو مرکه شویو کسانو له ډلې، ۸۷.۶ سلنه یې ښاري او ۱۲.۴ سلنه نور بیا د کلیوالو سیمو اوسېدونکي دي.

په سروې کې د دې ځوانانو د کارموندنې وضعیت هم وڅېړل شو چې ۴۲ سلنه یې اوزګاره، ۳۴.۴ سلنه یې کارمندان او ۲۳.۶ سلنه یې زده‌کونکي وو.

د ۵۰۰ ځوانانو له ډلې چې په دې سروې کې یې برخه اخیستې وه، ۳۷.۲ سلنه یې کورنۍ، ۱۴.۴ سلنه ملګري، ۲۹.۲ سلنه دنده یا تعلیم، ۱۳.۴ سلنه تفریحي فعالیتونه او ۵.۸ سلنه جشنونه او محلي مراسم د خپلې خوښۍ لاملونه بولي.

د دې ځوانانو په منځ کې، ۵۲.۲ سلنه ویلي چې دوی د تفریح ​​لپاره ځانګړی وخت لري او ۴۷.۸ سلنه نورو ویلي چې دوی د تفریح ​​یا له ژوند څخه د خوند اخیستلو لپاره ځانګړی وخت نه‌لري.

په دې سروې کې ګډونوالو د خپل خپګان لامل هم یاد کړي چې ۴۵ سلنه ځوانانو بېکاري، ۲۳.۶ سلنه کورنۍ ستونزې، ۱۹.۹ سلنه د تفریحي اسانتیاوو نشتوالی، ۶.۸ سلنه ناامني او ۴.۸ سلنه نور بیا خپل هېواد ته په زوره راستنېدل د خپګان لاملونه بللي دي.

له سروې شویو ۵۰۰ ځوانانو څخه، ۴۴.۲ سلنه یې د خپل خفګان کمولو لپاره دعا یا عبادت کوي، ۲۸.۸ سلنه یې له ملګرو یا کورنۍ سره خبرې کوي، ۱۹.۶ سلنه یې موسیقي اوري یا فلمونه ګوري او ۷.۴ سلنه یې تفریحي فعالیتونو کې برخه اخلي.

وړاندیزونه

باور دا دی چې ځوانان د یوې ټولنې د ملا تیر جوړوي او د دوی رواني او روحي حالت په مستقیم ډول د هیواد په ثبات، پرمختګ او راتلونکې اغېز کوي. د ځوان نسل ترمنځ خوښي یوازې یو انفرادي اړتیا نه‌ده، بلکې یوه ټولنیزه او ملي اړتیا ده. د دې څېړنې موندنې ته په پام چې د افغان ځوانانو ترمنځ د خوښۍ او خفګان مختلفې کچې ښیي، د ځوانانو د رواني او ټولنیز حالت د ښه‌والي لپاره اغیزمنو اقداماتو ته اړتیا ده. لاندې وړاندیزونه د ترلاسه شویو پایلو پراساس وړاندې کیږي، ترڅو د ځوانانو د ژوند کیفیت ښه‌کولو، رواني فشار کمولو او د راتلونکې هیلو زیاتولو لپاره د عملي حل‌لارو په توګه وکارول شي.

۱ـ په ښار او کلیو کې ځوانانو ته د مشورې او رواني خدماتو وړاندې کول.

۲ـ د ناهیلۍ کمولو او د انګېزې زیاتولو لپاره د کار او تعلیمي فرصتونو رامینځته کول.

۳ـ د رسنیو او تعلیمي ادارو له لارې د رواني روغتیا په اړه د پوهاوي لوړول.

۴ـ په ملي کچه ورته څیړنې ته دوام ورکول او پراخول، ترڅو په دوره‌یي ډول د ځوانانو رواني روغتیا وڅاري او د شواهدو پر بنسټ حل لارې چمتو کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام