په کابل کې له ۲۴ معلولو ښځو سره د مرکو له لارې د سلام‌وطندار ترلاسه شوې موندنې ښيي چې دغو ښځو د حکومت له لوري د تنخوا ورکولو شرایط پوره کړي، خو اووه‌لس هغو یې هېڅ ډول مرسته نه‌ده ترلاسه کړې. اووه نورې بیا څه‌ناڅه مرستې اخلي، خو ژوند یې پرې نه چلېږي.

په دغو ښځو کې اتلس هغه یې پر لاس او پښه معلولې شوي او شپږ نورې هم په سترګو ړندې دي. د دغو معلولو ښځو له ډلې نهه یې د ناچاوده توکو په چاودنه کې، درې یې د ګوزڼ ضد واکسین نه کولو، درې یې د پرېوتو، ناروغیو او ټرافیکي پېښو له کبله معلولې شوي او دوه نورې بیا له موره همداسې معلولې زېږېدلې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

رابعه احمدي او بهار صدیقي چې یوه یې په سترګو او بله هم په پښو معلوله ده، وايي چې د سرپرست حکومت له‌خوا ورسره هېڅ مرسته نه‌ده شوې او اوس په ناوړه اقتصادي وضعیت کې ژوند کوي.

رابعه احمدي زیاتوي: «زه چې وړه وم، ړنده وم او ځان به مې ډېر کمزوری باله. دولت راسره هېڅ ډول مرسته نه کوي، ډېرې اقتصادي ستونزې لرو او خپلې اړتیاوې نه‌شوو پوره کولای.»

بهار صدیقي هم وايي: «زه د کور مېرمن یم؛ په پښه معلوله یم؛ هېڅ کار نه‌شم کولای او له ډېرو ستونزو سره مخامخ یم. اقتصادي ستونزې خو هېڅ مه پوښتئ؛ ډېر کمزوری اقتصاد لرم. هېڅ مرسته راسره نه‌ده شوې او د شهیدانو او معلولانو وزارت هېڅ کارت نه لرم.»

له دغو ښځو سره داسې مهال مرستې نه کېږي چې د شهیدانو او معلولانو چارو وزارت په وینا، ټولې معلولې ښځې چې د وجود غړی یې له لاسه ورکړی و، د هغو د معلولېدو د لامل له په پام کې نیولو پرته د تنخوا پر شرایطو برابرې دي.

رویا او زهره چې څو ځله د کابل د شهیدانو او معلولانو چارو ریاست ته د تنخوا اخیستلو لپاره ورغلي، خو هېڅ ځواب او مرسته یې نه‌دي ترلاسه کړي.

رویا وايي: «د کور مېرمن یم او دواړه سترګې مې ړندې دي. درې ځله سناتوریم ته ورغلم، خو هېڅ ځواب یې را نه‌کړ، بیا شاه‌دوشمشېره ته ورغلو، هلته مو هم فورم ډک کړ، خو بیا هم پایله ور نه‌کړه. بالاخره د شهیدانو او معلولانو چارو ریاست ته ورغلو، د مرستې ژمنه یې هم وکړه، خو تراوسه ترې هېڅ خط او خبر نه‌دی راغلی.»

زهره هم وایم: «زه پر پښه معلول یم او د شهیدانو او معلولانو چارو ریاست ته ورغلم، خو هېڅ پام یې ونه کړ. تراوسه مې ان کارت هم نه‌دی اخیستی.»

بله‌خوا د سلام‌وطندار د دغه راپور موندنې ښيي چې د ۲۴ ښځو له ډلې اووه هغه یې د شهیدانو او معلولانو چارو وزارت له لوري تنخواوې اخلي.

شکیلا چې د ناچاوده ماین چاودنې معلوله کړې، وايي: «دوه ماشومان لرو او په ډېرې سختۍ ژوند کوم؛ پښه مې له زنګانه ښکته پرې ده. تنخوا مو راکول کېږي، خو پر خپل وخت نه. زموږ ستونزې بېخي ډېرې دي.»

شکریه هم د کورنیو جګړو ماین معلوله کړې. هغه وايي: «د جګړو له امله معلوله شوې یم او پښه مې له لاسه ورکړې؛ واده مې کړی؛ دوه ماشومان لرم او خاوند مې هم معلول دی؛ هغه هم په جګړه کې معلو شوی او اوس وزګاره، په کور کې ناست دی. اقتصادي ستونزې هم ډېرې دي.»

د شهیدانو او معلولانو چارو وزارت له مسوولانو سره د سلام‌وطندار د مرکې موندنې ښيي چې په دغه وزارت کې ثبت شوې ښځې له خپلې اړتیا سره سم د کال دوه ځله تنخوا اخلي، خو معلولې ښځې دا ډېرې کمې بولي.

بله‌خوا یوه بله معلوله عابده فیضي بیا په ټولنه کې د خلکو له ناوړه چلن څخه سر ټکوي او وايي: «۳۵ کلنه یم؛ د مجاهدینو دوره کې یې ماین خښ کړی و، نهه کلنه وم چې پښه مې پرې شوه. افغانستان کې معلولیت یو عیب دی، په تېره د ښځو لپاره عیب یادېږي.»

اووه‌لس کلنه مریم چې په پنځه کلنۍ کې موټر وهلې او پښه یې پرې شوې وايي، معلولیت د ګډ ژوند جوړولو پر وړاندې هم خنډ جوړوي. هغه زیاتوي: «ډېر بد حس لرم؛ ځکه چې د نورو غوندې ژوند نه‌شم کولای او هغه څه مې چې خوښېږي، نه یې اغوستی شم او نه یې هم په پښو کولای شم. هېڅکله نه غواړم چې واده وکړم؛ ځکه هغه هلک به کورنۍ لري، خپلوان به لري او زه نه غواړم چې څوک خبرې راپسې وکړي.»

خو ارواپوهان وايی، معلولیت محدودیت نه‌دی او معلولې ښځې کولای شي چې په هره برخه کې خپله ښه وړتیا وښيي. ارواپوه نظامي عزیز وايي: «هغه کسان چې معلول دي، د عادي کسانو غوندې په ټولنه کې نه‌شي را څرګندېدای؛ ځکه هغه کسان چې جسمي او ذهني معلولیت لري، یو ډول ژور خپګان لري. خلک باید له معلولو سره انساني چلن وکړي؛ له ټولنې باید ګوښي نه‌شي او وکولای شي ځان ته ځای پیدا کړي.»

مدني فعاله د بشري مرستو برخه کې د کام‌ایر شرکت استازې زلیخا یعقوبي هم له خلکو غواړي چې له معلولو کسانو سره ښه چلن وکړي. هغه په بېلابېلو ادارو کې معلولانو، په تېره ښځینه معلولانو ته د لومړیتوب ورکېدو غوښتنه کوي.

خو د شهیدانو او معلولانو چارو وزارت ویاند فیصل خاموش وايي، ۳۰ زره او ۳۷۷ معلولو ښځو په دغه وزارت کې نوملیکنه کړې او دا لړۍ اوس هم روانه ده او وزارت ورسره په هرو شپږو میاشتو کې مالي مرستې کوي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

نوموړی زیاتوي: «په هرو شپږو میاشتو کې یو ځل هغوی ته د بانک له لارې میاشتنۍ نغدي مرستې ورکول کېږي. د معلولو او کونډو ښځو د نوملکینې او بایومټریک لپاره مو ځانګړې څانګه جوړه کړې چې کارکوونکې یې هم ښځې دی.»

د یادونې ده چې په تېرو کلونو کې کورنیو جګړو ګڼ‌شمېر افغان ښځې او نارینه معلول کړي چې د پام وړ مرستې هم ورسره نه‌ده شوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *