Asset 1SWN

شنونکي: ا.ا دې د افغانستان په اړه د نړۍ له پرانېستۍ ډیپلوماسي ګټه واخلي

ارگ

د سیاسي چارو شنونکي د دوحې د درېیمې‌ غونډې له رانږدې کېدو سره هم‌مهاله له ا.ا څخه تمه لري چې د افغانستان سرپرست حکومت به وکولای شي له نړۍ سره د افغانستان د ستونزو په حل کې ملګرو ملتونو او نورو هېوادونو ته قناعت ورکړي.

ملګري ملتونه په دې غونډه کې د یوه داسې هېواد په اړه بحث کوي چې حکومت یې له درېوو کلونو راهیسې د نړیوالې ټولنې له‌خوا په رسمیت نه‌دی پېژندل شوی او د راپورونو له‌ مخې، په دې غونډه کې به هم د افغانستان د سرپرست حکومت پر رسمیت پېژندنې خبرې نه کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته وخت کې د چارو یوشمېر کارپوهان وايي، د نړۍ او ملګرو ملتونو هغه کړنلاره چې غواړي د افغانستان مسلې د ډیپلوماسۍ او خبرو له لارې حل کړي، د افغانستان او ا.ا لپاره یو ښه فرصت دی او په وینا یې، باید د ستونزو د هواري لپاره ترې کار واخیستل شي.

د نړیوالو اړیکو شنونکی اجمل زرمتي په دې اړه سلام وطندار ته ویلي: «موږ تراوسه په بشپړه توګه منزوي شوي نه یوو؛ یعنې ستر هېوادونوه او نړۍ د افغانستان په اړه پر ډیپلوماسي ټینګار کوي او لپاره یې د ډیپلوماسي او خبرو‌اترو ور پرانېستی دی.»

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې روزمري ډیکارلو چې د دوحې د درېیمې غونډې کوربه ده ویلي، په دې غونډه کې به د ا.ا پر رسمیت پېژندلو خبرې ونه‌شي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له استازې روزا اوتنبایوا سره په کتنه کې ویلي، د ا.ا پلاوی د دوحې په غونډه کې په مشخص ډول له نشه‌يي توکو سره د مبارزې او پر اقتصادي موضوعاتو د بحث لپاره چمتووالی لري.

خو د چارو یوشمېر شنونکي په دا ډول غونډو کې له سیاسي انزوا څخه د افغانستان د وتلو لپاره د انعطاف د نشتوالي په اړه اندېښنه ښيي. دوی وايي، ملګري ملتونه او ا.ا باید د دوحې غونډه کې له انزوا څخه د افغانستان د وتلو پر وړاندې د شته ننګونو پر له منځه وړلو کار وکړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د سیاسي چارو شنونکی عزیز ستانکزی وايي: «د افغانستان سرپرست حکومت باید خپلې سرې کرښې ماتې کړي او ملګري ملتونه هم باید له افغانستان سره د تعامل په اړه هڅه وکړي، څو په نږدې راتلونکې کې یې حکومت په رسمیت وپېژني او هغه ستونزې چې افغانان ورسره مخامخ دي، له منځه ولاړ شي.»

د يادونې ده چې په تېرو دوو کلونو کې د دوحې د دوو غونډو په ګډون، د افغانستان په اړه بېلابېلې غونډې جوړې شوي، خو له انزوا څخه د افغانستان د وتلو لپاره یې کومه مثبته پايله نه‌ده لرلې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام