د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن یکشنبه د لیندۍ ۲۰مه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست امیرخان متقي کابل کې د جاپان له سفیر تاکاشي اوکادا سره لیدلي دي.
د بلخي په وینا، امیرخان متقي د جاپان له ۱۰۶ میلیونه ډالرو مرستې او مثبت ډيپلوماټیک تعامل څخه مننه کړې او دغه ډول تعامل یې د «نړیوالې ټولنې لپاره سره کرښه» بللې ده.
کابل کې د جاپان سفیر په دې لیدنه کې ویلي چې هېواد نړیوالې ټولنې سره افغانستان کې اقتصادي ودې ته د زمینې برابرولو پر څرنګوالي خبرې کوي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند لیکلي، جاپان هوډ لري چې افغانستان کې د تریاکو بدیل کښت او روږدو کسانو د درملنې او نورو برخو کې خپلې مرستې زیاته کړې.
سلاموطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ
په ورته مهال د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا ویلي چې جاپان به د امنیت شورا د غړي په توګه به راتلونکی کال خپله دنده پیل کړي او هڅه کوي چې د دې ماموریت له لارې د افغانستان په اړه خپل رول ولوبوي.