د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د افغانستان لپاره د متحده عربي اماراتو ځانگړي استازي سيفمحمد الکتبي سره کتلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل نن جمعه، وري ۱۵مه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دې ناسته کې د دواړو هېوادونو پر دوو اړخيزو اړيکو، دوې اړخيزې سوداگرۍ، د ویزو پر اسانتیا، د ټرانزيټ ودې او سيمهييزو چارو خبرې شوې دي.
نوموړي لیکلي: «د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير محترم مولوي امير خان متقي سره د افغانستان لپاره د متحده عربي اماراتو ځانگړي استازي سيف محمد الکتبي وکتل. دې ناسته کې د دواړو هېوادونو پر دوو اړخيزو اړيکو، دوې اړخيزې سوداگرۍ، دویزو پر اسانتیا، د ټرانزيټ ودې او سيمهييزو چارو خبرې وشوې.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
امیرخان متقي دې لیدنه کې هيله څرگنده کړې چې اماراتو ته د وروستي سفر پرمهال د شوو هوکړو له پليکېدو سره به د دواړو هېوادونو سوداگريزې او ټرانزيټي اړيکې لا وده وکړي.
ضیااحمد تکل همداراز لیکلي چې سيفمحمد الکتبي هم په یاده لیدنه کې د دواړو هېوادونو اړيکې مهمې وبللې او زياته يې کړه چې کابل ته يې د سفر موخه د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو ترمنځ د وروستيو هوکړو تعقيب دی.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي له دې وړاندې د یوه پلاوي په مشري عربي متحده اماراتو ته د بېلابېلو موضوعاتو لپاره د خبرو لپاره هغه هېواد ته تللی و.