Asset 1SWN

اميرخان متقي سيمه کې پر روان وضعيت اندېښنه ښوولې

Gtx6QjaWoAAConf

د بهرنیو چار وزارت سرپرست امیرخان متقي د افغانستان لپاره د ناروې شارژدافير پير البرت الساس سره د لیدنې پرمهال سيمه کې د روان وضعيت په تړاو اندېښنه څرګنده کړې.

د بهرنیو چارو وزارت نن (پنجشنبه، جوزا ۲۹) پر اېکسپاڼه لیکلي چې امیرخان متقي دغه لیدنه کې د افغانستان لپاره د ناروې شارژدافير سره پر دوه اړخيزو او سیمه‌ييزو مسايلو خبرې کړي.

امير خان متقي سيمه کې پر روان وضعيت اندېښنه وښوده او ویلي، افغانستان د ايران ولس سره همکارۍ ته چمتووالی لري.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه دغه لیدنه کې د ناروې لخوا د اسلامي امارت د ډیپلوماټ منل په اړيکو او باور جوړونه کې يو ښه پرمختګ بللی او د افغانستان او لوېدیځو هېوادونو ترمنځ اړيکو کې يې د ناروې رول رغنده ياد کړی.

د ناروې شارژدافیر هم پر افغانستان د سيمې د وروستيو بدلونونو اغېزو په اړه انديښنه ښوولې او ویلي، نږدې راتلونکې کې به يې د هېواد يو پلاوی اسلامي امارت سره په ګډه، دوه اړخیزې اړيکې وارزوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام