په تېره یوه ورځ کې ۳۷۷۵ افغانان له ایران او پاکستان څخه په زوره او خپله خوښه بېرته هېواد ته را ګرځېدلي دي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت نن (د زمري لومړۍ، د دوشنبې ورځ) پر اېکس لیکلي چې چې ۳۲۶۹ کسان د هرات د اسلامکلا او د نیمروز د ورېښمو پُل له لارې بېرته افغانستان ته را ګرځېدلي دي.
د دغه وزارت په وینا، ۵۰۶ نور کسان بیا د تورخم او سپینبولدک له لارو له پاکستان څخه هېواد ته راغلي دي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، بېرته را ستانه شوي کسان یې له ثبت وروسته د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري او د کډوالۍ نړیوال سازمان ته د مرستو لپاره ور پېژندلي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د وروستیو شمېرو پر بنسټ، د روان لمریز کال له پیل راهیسې له ۴۴۰ ډېر افغانان له ایران او پاکستان څخه بېرته هېواد ته را ستانه شوي دي.