Asset 1SWN

علي باقري: افغانان له سیمې دباندې بهرنيو لوبغاړیو ته د لاسوهنې اجازه نه ورکوي

باقری-qps3yjdd8n3xseo7wql1kiw26rbfc3f0fpb01y4adk

د ایران د بهرنیو چارو وزارت سرپرست علي باقري د ا.ا د بهرنیو چارو له سرپرست امیرخان متقي سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي، افغانان د خپل هېواد په اړه د پرېکړې اصلي سرپرستان دي او له سیمې دباندې بهرنیو لوبغاړیو ته د لاسوهنې اجازه نه ورکوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي دا موضوع پر خپل اېکس لیکلې او زیاته کړې یې ده: «افغانان له ګاونډیو او د سیمې هېوادونو سره په همکارۍ د خپل هېواد په اړه اصلي پرېکړه‌کوونکي دي او له سیمې دباندې بهرنیو لوبغاړیو ته چې د تخریبوونکو لاسوهنو سابقه لري او د افغانستان د اوسنيو ستونزو مسوولان دي، د لاسوهنې اجازه نه ورکوي.»

هغه زیاته کړې چې ایران او افغانستان ګډو دیني، تمدني او فرهنګي ټکو ته په پام یو له بل سره په همغږۍ و همکارۍ د سیمې د ثبات او امنیت لپاره هڅې کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په دغو ټیلیفوني خبرو کې ټینګار کړی چې اسلامي هېوادونه باید د فلسطینیانو د ملاتړ او «یرغل‌کوونکي رژیم له جنایتونو» سره د مقابلې برخه کې مخکې واوسېږي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

علي باقري له دې مخکې د افغانستان په اړه د سیمې د تماس ډلې په غونډه کې چې په تهران کې جوړه شوې وه، هم ویلي و چې د افغانستان نه پرمختګ او اقتصادي ستونزو پړه پر دغه هېواد د «یرغل‌کوونکو» پر غاړه ده او د بیالاسوهنې فرصت باید ورته برابر نه‌شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام