Asset 1SWN

د ټرمپ سلاکار: که جګړه دوام وکړي، اسراییل به له‌منځه لاړ شي

ایران سره جګړه

د مصنوعي ځیرکتیا او ډیجیټل پیسو په برخه کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سلاکار ډیوډ ساکس ویلي، ایران سره د امریکا د جګړې دوه اونۍ کیږي، خو که دغه جګړه میاشتې دوام وکړي، اسراییل به په راحتۍ سره له‌منځه لاړ شي.

د راپورونو پر اساس، هغه د ایران له لوري په اسراییل شویو بریدونو څخه اندېښنه وښوده او وې ویل، امریکا باید ایران سره له جګړې ووځي.

د ده په وینا، اسراییل ایران سره جګړه کې تر بل هر وخت ډېر په نښه شوی.

ډیویډ ساکس زیاته کړې چې: «اوس یې ښه وخت دی، څو بریا اعلان کړو او له دغې جګړې ووځو.»

د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د ټرمپ سلاکار همدارنګه ویلي، که د نښتو زیاتوالی د مطلوبې پایلې لامل نه‌شي، باید په دې فکر وشي چې څنګه نښتې راکمېدی شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام