د لوګر کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولان وایي چې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې د انجې کرکېلې ته د بزګرانو لېوالتیا ډېره شوې ده.

د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي مسوول عبدالبصیر شاهد سلام‌وطندار ته وویل، د تېر په پرتله دغلته د اینجې کرکېلې ته د بزګرانو لېوالتیا ډيره شوې ده.

شاهد زیاتوي، د کرنې او مالدارۍ ریاست اړوند مرستندویه مؤسسې(FGI) له لوري لوګر کې پر لسګونو کروندګرو د انجې تخمونه وېشل شوې او د پخوا په پرتله دغلته د انجې کرکېلې کې ۳سلنه زیاتوالی راغلی دی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


نوموړي زیاته کړه، تېرکال  پر درې سوه جریبه کرنیزه ځمکه انجه کرل شوې وه، خو سږکال دغه شمېر څلور سوه جریبه ته لوړ شوی دی.

لوګر کروندګر هم وايي چې دغه ولایت کې ځکه د انجې کرکېله زیاته شوې چې انجه په کمو اوبو او لنډ وخت حاصلات ورکوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام