په نړۍ کې د خوښۍ د کلني راپور له مخې، افغانستان یو ځل بیا د نړۍ تر ټولو خپه یا غمجن هېواد بلل شوی، په داسې حال کې چې فنلند د نهم پرلهپسې کال لپاره د تر ټولو خوښ یا خوشحاله هېواد مقام خپل کړی دی.
د راپور له مخې، د افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو د ژوند د رضایت کچه تر ټولو ټیټه ثبت شوې چې له ۱۰ نمرو څخه یوازې ۱.۲ ده.
په راپور کې ټینګار شوی چې په افغانستان کې ژوند، په ځانګړي ډول د ښځو لپاره، ډېر ستونزمن دی. همداراز، افغانستان د مثبتو احساساتو له پلوه تر ټولو ټیټه کچه لري او د منفي احساساتو له اړخه د پنځو تر ټولو لوړو هېوادونو په ډله کې شامل دی.
دا راپور د ګالوپ نړیوالې سروې پر بنسټ چمتو شوی چې پهکې له ۱۴۷ څخه زیاتو هېوادونو کې د خلکو نظرونه راټول شوي دي.
د راپور له مخې، له فنلند وروسته ایسلنډ، ډنمارک او کاستاریکا په دویمو او درېیمو ځایونو کې راغلي دي. کاستاریکا د څلورم مقام په ترلاسه کولو سره د لاتیني امریکا لپاره تر ټولو لوړ تاریخي ځای خپل کړی دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په عمومي توګه، د شمالي اروپا هېوادونه بیا هم د خوښۍ د کچې په سر کې دي. سویدن، ناروې، هالند، اسراییل، لوکزامبورګ او سویس هم د نړۍ د لسو خوشحاله هېوادونو په ډله کې شامل دي.
په راپور کې راغلي چې افغانستان له ۲۰۱۳کال راهیسې په پرلهپسې ډول د خوښۍ له پلوه شاته تللی دی. له بلخوا، بوتسوانا، زیمبابوې، مالاوي او سیرالیون هم د نړۍ د تر ټولو خپه هېوادونو په ډله کې راغلي، خو بیا هم د افغانستان پرتله شاوخوا دوه نمرې لوړې دي.
د راپور پر بنسټ، له افغانستان پرته هېڅ هېواد له ۳ نمرو څخه کمې نمرې نهدي ترلاسه کړي او سیرالیون د ۳.۲ نمرو په ترلاسه کولو سره دویم ناخوښ هېواد بلل شوی دی، په داسې حال کې چې فنلند د ۷.۷ نمرو په اخیستو سره د جدول په سر کې دی.
همداراز، متحده ایالات سږکال د خوښۍ په درجهبندۍ کې ۲۳م ځای خپل کړی، په داسې حال کې چې نږدې یوه لسیزه وړاندې په ۲۰م مقام کې و.
کارپوهان وایي، د دې راپور پایلې ښيي چې اقتصادي ثبات، ټولنیز عدالت او د ژوند اسانتیاوې د خلکو د خوښۍ په کچه کې مهم رول لري، او د دغو فکتورونو نشتوالی کولای شي هېوادونه د ټیټې خوښۍ له ستونزې سره مخ کړي.


