Asset 1SWN

افغان ملي بانک خلکو ته د اسانتیا برابرولو لپاره د ټرافیکو ریاست کې څانګه پرانېزي

bank

د ټرافیکو عمومي ریاست او افغان ملي بانک نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال د موټرچلوونکو د تادیاتو پروسې د اسانولو په موخه هوکړه‌لیک لاسلیک کړ. د دغه هوکړه‌لیک پر بنسټ به د ټرافیکو ریاست کې د افغان ملي بانک يوه څانګه پرانېستل کېږي.

د ټرافيکوعمومي رييس حسيب‌الله مختار په دې غونډه کې وويل چې دغه کار یې د مراجعینو لپاره د اسانتياوو برابرولو، روڼتیا او پر وخت خلکو ته د خدمتونو رسولو لپاره کړی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړی وايي: «د ټرافیکو ادارې او افغان ملي بانک په ګډې همکارۍ او اړتیاوو ته په کتو به د هغو کسانو لپاره چې په دغه ریاست کې یې اداري چارې پر مخ ځي، د ریاست په دننه کې غرفې جوړې کړي، څو دباندې بانکونو ته له تګ څخه خلاص شي. دغه بهیر یوازې په کابل کې پیل شوی او په نورو کې یې هم پلان شته چې د لایسنس او جوازسیر ټولې تعرفې په همدغه یوه ځای کې تحویل کړي.»

هغه زیاتوي چې هره ورځ د ټرافیکو ریاست ته تر دوه‌نیم زرو پورې کسان ورځي او په دې سره به پر خپل وخت د چارو سر ته رسولو کې اسانتیاوې برابرې شي.

د افغان ملي بانک رییس شاکر جلالي هم د دې هوکړې د لاسلیکولو اصلي موخه ښاریانو ته پر ټاکلي وخت د بانکي خدمتونو وړاندې کول بولي. هغه وايي: «د ا.ا له راتګ وروسته ژمنه دا ده چې ټول مسایل باید راڼه وي او باید د بانکي سکټور له لارې حساب‌ورکونه وشي. دا نوې پرېکړه به اسانتیاوې برابرې کړي، خلک به نه سرګردانه کېږي او پر وخت به خپلې چارې پر مخ بیايي.»

په همدې حال کې د کابل د ټرافیکو ریاست ته یوشمېر ورتلونکي کسان چې د پیسو تحویلۍ لپاره ساعتونه انتظار باسي، د دغه اقدام هرکلی کوي او وايي، نور به له سرګردانۍ څخه خلاص شي. دوه موټرچلوونکي میرخان او عصمت‌الله وايي:

«د جوازسیر نوي کولو لپاره راغلي یوو. درې ورځې نیسي، په بانک کې ډېر بیروبار دی. یوه لیکه یې یوې خوا بله بلې خوا ته ده.» «دغه به ډېر ښه کار وشي. دلته خلک ډېر ستړي کېږي؛ هلته د بانک یوه تحویلې کوې، بیا بل ځای ځې. اوس زه باید د ۱۵۰ افغانیو د تحویلولو لپاره بېرته میرویس میدان ته ولاړ شم.»

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

 د یادونې ده چې تر دې وړاندې به موټرچلوونکي او د ټرافیکو ریاست نور مراجعین به د خپلو بانکي معاملاتو لپاره بېلابېلو بانکونو ته ورتلل او ورځې ورځې به سرګردانه ګرځېدل.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام