Asset 1SWN

د کابل خاکجبار ولسوالي کې یوه ځوان ۱۰۰۰زده‌کوونکو ته محلي ټولګي جوړ کړي

عکس ا

د کابل خاک‌جبار ولسوالي کې د پوهنې برخې یوه فعال ځوان، څه باندې ۱۰۰۰ زده‌کوونکو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړې.

د وزیرخان په نوم دغه ځوان سلام‌وطندار ته وايي، یاد ماشومان چې عمرونه یې له پنځو تر لس کلونو دي، په پنځو محلي ټولګیو کې زه‌کړې کوي او د ښوونځي کتابونه ورته تدرسېږي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د نوموړي په وینا، د محلي ټولګیو د جوړېدو ترڅنګ یې، له ماشومانو د کورنیو ملاتړ کمپاین پیل کړی چې ورسره یې د کابل په نورو ولسوالیو کې د  کتابونو د راټولولو بهیر هم په لاره اچولی دی.

هغه زیاته کړه چې یاد محلي ټولګي کې یې د افغانستان راتلونکې او پرمختګ لپاره د نوي نسل روزنې او پر زده‌کړو د سمبالولو په موخه جوړ کړي دي.

هغه وویل: «دې سیمو کې ښوونځي نه‌ول، خاکجبار او بګرامي ولسوالیو لرو پرتو سیمو کې ښوونځي نشته. د افغانستان هره نجلۍ او هلک باید زده‌کړې وکړي. د کتابونو راټولول، مو نور فعالیتونه دي چې تراوسه مو ۱۰۰۰ کتابونه راټول کړي، د ژبې، دیني علومو، ښوونځيو مضامین په‌کې شامل دي او معلول هم دلته راځي او درس وايي.»

وزیرخان زیاته کړه چې له دې وړاندې دې ولسوالي کې هېڅ ښوونځي نشتون نه‌درلود او دا مهال دې ټولګیو کې ماشومان د زده‌کړو ترڅنګ له ګرځنده کتابتون هم ګټه اخیستلی شي.

د یادو ټولګیو یو‌شمېر زده‌کوونکي هم وايي، له دې وړاندې له ښوونځي او زده‌کړو محرومې وې او په وینا یې، اوس خوښ دي چې د زده‌کړو زمینه ورته برابره شوې.

یوه زده‌کوونکي فواد وویل: «دلته ښوونځی نه‌وو او موږ همداسې له ښوونځي پرته و. اوس راته ښوونځی جوړ شوی، څو مضمونونه راته وايي او موږ ډېر خوشحاله یوو.»

په ورته مهال د یاد محلي ټولګي یوې بلې زده‌کوونکې وږمې هم وویل: «یو کال کېږي چې دې ټولګي ته راځم، ډېره زیاته خوشحاله یم. ډېر څه مې زده‌کړي دي. غواړم یو ښوونځی ولرم.»

بل‌خوا د سیمې اوسېدونکي بیا وايي چې دغه محلي ټولګي ودانۍ نه‌لري او زده‌کوونکي تر شنه اسمان لاندې زده‌کړې کوي. دوی غوښتنه کوي چې دې سیمه کې دې ښوونځي جوړ شي.

د خاکجبار اوسېدونکي نادر سلام‌وطندار ته وویل: «موږ غواړو چې دوی ته یو ښوونځی جوړ شي، اسانتیاوې ورته برابره شي، دوی په باران او لمر کې دلته د باندې وي.»

وزیر خان زیاتوي چې خاکجبار ولسوالي کې د یادو محلي ټولګیو په جوړېدو سره ډېری کورنۍ دې ته هڅول شوي چې خپلو ماشومانو باندې زده‌کړې وکړي.

د نوموړي په وینا، دغه ټولګي یې، دوه کاله وړاندې رامنځته کړي چې له شاوخوا ۳۰ نورو کسانو سره په همکاري، ماشومانو ته د ښوونځي لومړنۍ زده‌کړې ورکوي.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د کابل خاکجبار ولسوالي د پلازمېنې ختیځ ۵۶ کیلومټرۍ کې پرته ولسوالي ده چې اوسېدونکي یې له معیاري زده‌کړو سربېره، د ژوند نورو اسانتیاو ته هم لاسرسی نه‌لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام