غور کې یوې مېرمنې او خاوند د تېرو شپږو کلونو پرمهال د قران‌الکریم ۳۰ جزه په پنځو جلدو کې په لاس لیکلی او خامک دوزي کړی یې دی.

دوی د قلم رنګ، پاڼې، رخت و خامک دوزي په مرسته قران‌الکریم لیکلی دی.

۵۹کلن محمدنبي د غور د تولک ولسوالي اوسېدونکی دی. «۱۳۹۶کال کې هغه مهال چې امریکایانو بګرام کې قران‌الکریم وسوځاوه او سویس کې قرا‌ن‌الکریم ته سپکاوی وشو، دا انګېزه پیدا شوه. بازار ته  لاړم او وسایل، قلم او نور اړین توکي مې واخیستل او له مېرمنې سره یوځای مې د دې قران‌الکریم په لیکلو پیل وکړ. شپږ کاله وخت یې ونیوه چې قران‌الکریم خامک دوزي کړو او پنځه جلده دي چې هر جلد یې، شپږ جزه لري.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


دې جوړې همداراز نور لسګونه دیني اثار هم په لاس لیکلي او خامک دوزي کړي یې دي. دوی له مسوولانو غواړي چې هنري کارونو ته ارزښت ورکړي او اثار یې، ملي او نړیوالو نندارتونونو ته وړاندې کړي.»

دغه مېرمن او خاوند همداراز وايي چې د دوی له لوري خامک او په لاس لیکل شوی قران‌الکریم، ۷۰ سانټي مټر اوږدوالی، ۵۰ سانټي مټر پلنوالی او ۵۰ کیلوګرامه وزن لري.

د یادې جوړې د معلوماتو له مخې، د قران‌الکریم په لیکلو شاوخوا ۱۰۰زره افغانۍ لګښت هم راغلی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام