Asset 1SWN

دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو او څه باندې ۲۰ هېوادونو د استازیو غونډه

UN-Afghanistan-1000x600-1

ټاکل شوې د افغانستان په اړه د دوحې درېیمه غونډه نن یک‌شنبه په سیمه‌ییز وخت د ماښام په ۶:۴۵ د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب پیل شي. په دې غونډه کې چې مشري یې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله روزمیري ډي‌کارلو کوي، د ذ.بېح‌الله م.جاهد په مشري د ا.ا پلاوی او د ملګرو ملتونو د استازیو تر څنګ، د څه‌نا‌څه ۲۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي ګډون کوي.

د دوحې په درېیمه غونډه کې د افغانستان پر اقتصادي ناورین، له نشه‌يي توکو سره مبارزې او په افغانستان کې د خصوصي سکټور د پیاوړتیا پر لاروچارو خبرې کېږي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د ا.ا د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د دې غونډې په اړه وايي: «د اجندا له مخې به نن سیاسي ویناوې وي چې د ملګرو ملتونو، قطر او ا.ا استازي به په‌کې ویناوې وکړي. په بله ورځ به هم دوه غونډې جوړې شي چې پر اقتصادي وضعیت، د خصوصي سکټور پر پیاوړتیا او له نشه‌يي توکو سره پر مبارزې به خبرې وشي.»

په همدې حال کې یوشمېر کارپوهان وايي چې د دوحې درېیمه غونډه به د تېرو هغو په پرتله چې د افغانستان د سرپرست حکومت له استازیو پرته جوړې شوې وې، په محدودې اجندا او جوړښت سره جوړه شي.

د سیاسي چارو کارپوه ویس ناصري وايي: «دویمې غونډې ښه ترکیب درلود؛ د هېوادونو استازیو او د ملګرو ملتونو سرمنشي انټوني ګوټرېش په‌کې ګډون کړی و، خو په درېیمه غونډه کې یوه پټه هوکړه وشوه او د غونډې اجندا او منځپانګه یې کمزورې کړې.»

کارپوهان ټینګار کوي د دې غونډې محدودې اجندا او د ملګرو ملتونو د اجرایوي واک نشتوالي ته په پام تمه نه لري چې دا غونډه به د افغانستان د کړکېچ د بنسټیز حل لپاره عملي پایله ولري. سیاسي کارپوهان عبدالشکور دادرس او نجیب‌الرحمان شمال وايي:

«درې کاله کېږي چې د افغانستان نیمايي وګړي له خپل بنسټیز، حقوقي او خدايي حق څخه چې زده‌کړې دي، پاتې دي؛ د دوحې غونډه دا نه‌شي ځوابولی.»

«له یوې خوا په کور دننه او بهر د معترضو افغان ښځو اعتراضونه کولای شي د دې غونډې پایلې وننګوي او بله‌خوا د نړیوالې ټولنې، په تېره ملګرو ملتونو دوه‌مخی سیاست چې تل یې د بشري حقونو او ښځو شعارونه ورکړي، خو اوس یې هېر کړي دي. افغانان، په ځانګړې توګه افغان ښځې به په داسې غونډو کې د ملګرو ملتونو پر پرېکړو باور ونه‌کړي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د يادونې ده چې د دوحې د درېيمې ناستې په اجندا کې د افغان ښځو د حقونو او د نجونو د زده‌کړو حق په ګډون، د ځينو نورو مسايلو نه شاملېدل هغه مهمې نيوکې دي چې د دې غونډې پر وړاندې راپورته شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام