د پکتيکا یحیخېل ولسوالي کې يو تن دوه کسان د چاقو په وسیله وژلي او څلور نور ټپیان کړي.
د پکتيکا امنیې قومنداني تېره ورځ چهارشنبه ناوخته يوه خبرپاڼه کې ویلي چې د یحیخېل ولسوالي د «منځو ګوډلو» کلي کې یو کس د شپې پرمهال د «غلام محمد» کور ته ورغلی او د هغه د کورنۍ دوه کسان يې وژلي او څلور نور ټپيان کړي.
خبرپاڼه کې ویل شوي چې تورن «محمد انور» نوميږي او د مقتول «غلام محمد» له کورنۍ سره خپلوي او دوستي هم لري.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د یحیخېل ولسوالي امنیه قومندان او نور منسوبین پر وخت سیمې ته رسېدلي او تورن کس يې چاقو سره لاس په لاس نیولی او پلټنې ترې روانې دي.
د دغې پېښې لامل په اړه څه نه دي ویل شوي او د یوه ټپي روغتیايي وضعیت نازک ښوول شوی دی.