د کندهار امنیتي مسوولان وايي چې بېګاه شپه دغه ولایت کې یوه روږدي کس خپله مېرمن په مرموز ډول وژلې او له سیمې تښتېدلی دی.
پېښه بېګاه شپه د کندهار ښار د لومړۍ حوزې اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.
په ورته مهال د کندهار د والي ویاند حاجي زید سلاموطندار ته پېښه تایید کړې او ویلي یې دي چې په اړه یې پلټنې پیل کړي دي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
دغه پېښه داسې مهال کېږي چې له دې وړاندې هم یاد ولایت کې ورته پېښې رامنځته شوي دي. محلي مسوولان تر ډېره د یادو پېښو اصلي لاملونه د نشهيي توکو کارول، کورني تاوتریخوالي او بېوزلي په ګوته کوي.