که څه هم له نږدې درېوو اوونیو راهیسې په ایران کې د حکومت ضد لاریونونه روان دي، ګڼشمېر افغانان لاهم د یاد هېواد پر لوري سفر کوي.
د سلاموطندار موندنې ښيي چې ایران کې د روانو بېثباتیو او ناارامیو سربېره، ډېری افغان ځوان دغه هېواد ته د کار کولو لپاره روان دي. د معلوماتو له مخې، له دې وړاندې د اسراییلو او ایران ترمنځ د جګړې پرمهال هم دغه هېواد کې یوشمېر افغانان د جاسوسۍ په تور نیول شوي، شکنجه او په زور له یاد هېواد ایستل شوي دي.
سلاموطندار په هېواد کې له دولس هغو ځوانانو سره مرکې کړي چې غواړي ایران ته د کار کولو لپاره لاړ شي. مرکو کې موندل شوې چې وزګارتیا، فقر او نورو ناخوالو دغه ځوانان دې ته هڅولي چې ایران کې د ناقرارو سربېره یاد هېواد ته د تلو زړه ښه کړي.
مرکه شوي ځوانان د کابل، فاریاب، غور، نیمروز او هرات اوسېدونکي دي.
دغه ځوانان ټينګار کوي چې غواړي په ناقانونه توګه ایران ته سفر وکړي او په وینا یې، دا یې، د کورنۍ د نورو غړو لپاره د ښه ژوند برابرولو وروستۍ فرصت دی.
د غور اوسېدونکی احسان غواړي ایران ته سفر وکړي. هغه وايي، سربېره پر دې چې د لارو له خطرونو خبر دی، خو زیاتوي چې د اقتصادي ستونزو له امله اړ دی، پر یادو لارو سفر وکړي.
نوموړي وویل: «موږ په دې ورځو کې د ايران له ستونزو او ننګونو خبر يو او پوهېږو چې هلته ډېرې ستونزې شته، خو بيا هم موږ مجبوره يو چې د يوې مړۍ ډوډۍ لپاره، د دې لپاره چې لږ عايد ولرو، هغه هېواد ته سفر وکړو. دا پرېکړه زموږ له خوښې نه ده، بلکې د مجبوريت او فشار له امله ده، ځکه چې په افغانستان کې، يا لږترلږه په هغه ولايت کې چې موږ پکې اوسو، د کار نشتوالی ډېر زيات دی.»
۴۰کلن محمد د کابل د دارالامان اصلي اوسېدونکی دی. هغه وايي چې څه موده وړاندې له ايران څخه هېواد ته راستون شوی، خو اوس بيا غواړي په ناقانونه ډول ايران ته لاړ شي. نوموړی وايي، د ژوند اقتصادي ستونزې او د کار نشتوالی هغه دې ته اړ کړی چې يو ځل بيا د کډوالۍ خطرناک لاره خپله کړي.
محمد د ناقانونه تګ په اړه وايي: «زموږ بېرته تګ سل په سلو کې د قاچاق له لارې وي چې ډېر جدي خطرونه لري، ان د ژوند خطر هم پکې شته. هغه لګښت چې موږ قاچاقبرانو ته ورکوو، له پنځوس زرو افغانيو څخه زيات وي. په دې پړاو کې ډېرې سختۍ تېروو، څو بريالي شو.»
په همدې حال کې بصي چې ۱۹ کلن دی او د فارياب اصلي اوسېدونکی دی، وايي چې د خپل ژوند زياته برخه يې په ايران کې تېره کړې. نوموړی وايي، سره له دې چې د ناقانونه کډوالۍ ستونزې او خطرونه پېژني، بيا یې هم پرېکړه کړې چې بېرته ايران ته لاړ شي.
هغه وايي: «زه د هغو کسانو خبره کوم چې پاسپورتونه يې لرل او قانوني ډول ايران ته تللي وو، له هغوی سره هم په ډېرو بدو او سپکو خبرو او داسې چلند کېده چې د زغملو نهو او انساني نهو. ما دا هر څه په خپلو سترګو ليدلي دي. که مې نه وای ليدلي، خبره به مې نه کوله. افغانان او زموږ ځوانان د مجبوريت، کمزوري اقتصاد او نورو ستونزو له امله هر څه زغمي او لا هم يې زغمي.»
۲۶کلن عبدالظاهر د غور اوسېدونکی دی. وايي د فقر او د کاري فرصتونو د نشتوالي له امله يې پرېکړه کړې چې ايران ته سفر وکړي. خو نوموړی د دې لارې له خطرونو سخت اندېښمن دی.
عبدالظاهر وايي: «ډېر بد احساس به راته پيدا شي، ځکه قاچاقبر چې ۲۵زره افغانۍ اخلي، هغه پيسې زما ملګري راکوي. که زه رد مرز شم، هماغه پيسې به پر ما پور پاتې شي. له همدې امله سخت بد احساس لرم. موږ پرېکړه کړې چې له غور څخه هرات ته ولاړ شو، بيا نيمروز ته ولاړ شو او له نيمروز څخه به هغه قاچاقبران چې په افغانستان کې دي، موږ تحويل کړي او تر يوې اندازې به مو مخکې بوزي.»
په ورته مهال محمد وايي، د وزګارتیا او د کار د نشتوالي قرباني شوی او د ډېرو نورو ځوانانو په څېر اړ شوی چې افغانستان پرېږدي. نوموړی له مسوولو ادارو غواړي، مخکې له دې چې نور ځوانان د نامعلوم برخليک پر لور د کډوالۍ لاره خپله کړي، په هېواد کې دننه د کار زمينه برابره کړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه وايي: «يوازې زه نه يم، له بده مرغه ډېر ځوانان د بېکارۍ او د کار د نشتوالي له ستونزو ځوريږي. ما هم پرېکړه کړې چې ايران ته ولاړ شم. زما غوښتنه له حکومت او مسوولو بنسټونو دا ده چې ځوانانو ته د کار زمينه برابره کړي، تر څو نور دې ته مجبوره نه شو چې هېواد پرېږدو او له زرګونو ستونزو او نامعلوم برخليک سره مخ شو.»
۲۶کلن محمد د غور اوسېدونکی دی، وايي سره له دې چې په ايران کې د اعتراضونو او ناامنيو په اړه خبر دی، بيا هم دې خطرناکه سفر ته چمتو شوی دی. نوموړی وايي، د خپلو ماشومانو د ژوند د ژغورلو لپاره هر ډول خطر منلو ته چمتو دی.
هغه وايي: «موږ د ايران له وضعيت او اعتراضونو خبر يو، خو په افغانستان کې له کاري او اقتصادي پلوه ډېر کمزوري يو. موږ چمتو يو چې هره پېښه چې پر موږ شخصاً راځي، د خپلې کورنۍ او اولادونو د نفقې لپاره يې وزغمو، تر څو يوه مړۍ ډوډۍ افغانستان ته ولېږو او هغوی له لوږې ونه مري.»
بلخوا د ټولنپوهانو په وینا، افغانستان کې د کاري فرصتونو کمښت او اقتصادي ستونزې د دې لامل شوي چې ځوانان ګاونډيو هېوادونو، په ځانګړي ډول ايران ته مخه کړي.
ټولنپوه ضيا نېکزاد وايي، يوشمېر افغان ځوانان د کاري امنيت د نشتوالي، پراخې وزګارتیا او د پانګونې د کمښت له امله په هېواد دننه د کار کومه بديله لاره نه لري او له همدې کبله اړ کېږي چې د کډوالۍ سختې او خطرناکې لارې وټاکي.
هغه وايي: «له بده مرغه په افغانستان کې کاري امنيت نشته، يوشمېر ځوانان بېکاره دي، فابريکې دومره نشته، جدي پانګونه نشته او حکومت هم ونهتوانېد چې کافي کاري فرصتونه رامنځته کړي. له همدې امله ځوانان د ژوندي پاتېکېدو لپاره مجبورېږي ډېرې سختې او خطرناکې لارې خپلې کړي.»
په همدې حال کې د کډوالۍ چارو کارپوه علي رضا کريمي خبرداری ورکوي، سره له دې چې په ايران کې شرايط ناوړه دي، د افغان کډوالو ناقانونه ورتګ دې هېواد ته کولای شي جدي انساني، حقوقي او امنيتي پايلې ولري.
نوموړی وايي: «په وروستيو ورځو کې د ايران د امنيتي وضعيت له خرابېدو سره، د کډوالو، په ځانګړي ډول د بهرنيو اتباعو لپاره د ژوند شرايط ډېر سخت شوي دي. د امنيتي کنټرولونو زياتوالی، د استوګنې محدوديتونه، د نيول کېدو او جبري ايستلو خطر، او روغتيايي خدمتونو او ټولنيزو مرستو ته محدود لاسرسی، د کډوالو له جدي ستونزو څخه دي.»
د دې راپور موندنې ښيي چې وزګارتیا، فقر او نور لاملونو افغان ځوانان دې ته هڅولي چې پر ګواښونکو لارو د یوه ښه ژوند برابرولو لپاره سفر کولو ته زړه ښه کړي.
د کډوالۍ چارو کارپوهانو په وینا، د کاري او ښوونیزو فرصتونو برابرولو ترڅنګ د ناقانوني لارو د سفرونو په تړاو عامه پوهاوی ورکول اړین دی.
د کډوالۍ چارو کارپوهه اصفه ستانګزۍ وايي: «زما وړانديز ګاونډيو هېوادونو ته دا دی چې د ځوانانو له کاري ځواک څخه، چې نسبي ډول ارزانه ځواک بلل کېږي، په هغو برخو کې سمه ګټه واخلي چې هلته د کاري ځواک کمښت شته. همدارنګه د کډوالۍ او کار قوانين دې په اصلاح شوې بڼه پلي کړي، څو هم د کوربه هېواد په ګټه وي او هم د کډوالو په ګټه تمام شي.»
هڅه مو وکړه چې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو و وزارت له مسوولانو څخه د بېرته راستنېدونکو کره شمېرې ترلاسه کړو، خو د دې راپور تر خپرېدو پورې یاد وزارت په دې اړه شمېرې شرېکې نهکړې.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د کډوالۍ نړیوال سازمان راپور ورکړی و چې شاوخوا ۲.۴ میلیونه بېرته راستانه شوي افغانان په افغانستان کې له بېلابېلو ننګونو سره لاس او ګرېوان دي. د یاد سازمان په وینا، د یادو راستنو شویو له ډلې یې، یواز یوولس سلنه کار لري او پاتې یې، وزګاره دي.


