د پکتیکا د برمل ولسوالي د ډیورنډ پر کرښه انګور اډې ته نږدې د باروړونکو موټرو د وزن کنټرول په موخه د لوړ تُناژ تله فعاله شوې.

دغه تله پرون چهارشنبه د لړم ۳۰مه د ټولګټو ریاست چارواکو له‌خوا فعاله شوې.

د یاد ولایت د ټولګټو رییس محمداکبر عادل سلا‌م‌وطندار ته ویلي، د یادې تلې په فعالېدو سره به د باروړونکو موټرو وزن کنټرول او د سړکونو خرابوالي مخه به ونیول شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي د لویو لارو له باروړونکو موټرو غوښتنه وکړه چې د زیات وزن له لېږد ډډه وکړي.

د پکتیکا د ټولګټو رییس محمداکبر عادل همداراز زیاته کړه چې د یاد ولایت د اوسېدونکو غوښتنه درلوده چې د دغه ولایت پر سړکونو د زیات وزن لېږد مخه ونیول شي چې په وینا یې، دوی یې هڅې پیل کړې دي.

د یاد ولایت مسوولان ټينګار کوي چې برمل کې د باروړونکو موټرو د زیات وزن د کنټرول ترڅنګ به مرکز شرنه ښار کې هم د لوړ تُناژ یوه تله ولګوي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د هېواد په نورو ولایتونو کې هم د طبیعي پېښو ترڅنګ د لویو لارو د سړکونو خرابوالي اصلي لامل د بار وړونکو موټرو له لوري د ډېر بار وړل یادېږي چې د هېواد‌والو په وینا، حکومت یې باید مخه ونیسي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام