د پروان محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت د ځمکني ټرانسپورټ امریت لپاره په نهه میلیونه افغانیو د اداري ودانۍ د جوړېدو چارې پیل شوې.
د پروان والي سید حکمتالله شمیم «یکشنبه، مرغومې درېیمه» سلاموطندار ته ویلي چې یاد امریت ته به د ۱۱۲۵ متره مربع ځمکه باندې دوه پوړه ودانۍ ورغول شي چې ټول لګښت به یې د ټرانسپورټ وزارت له پراختیايي بودیجې څخه ورکړل شي.
دغه ودانۍ د پروان مرکز چاریکار ښار اړوند جنګلباغ سیمه کې رغول کېږي.
د پروان محلي مسوولان همداراز وايي چې دغه ولایت کې ګڼې نورې پروژې هم تر لاس لاندې لري چې په وینا یې، ډېر ژر به یې پلې کړي.
له دې وړاندې د پروان د ځمکني ټرانسپورټ امریت خپلې چارې په یوې کرایي ودانۍ کې مخته وړې چې د یادې پروژې په بشپړېدو سره به یې دا ستونزه هواره او د ودانۍ څښتنه به شي.