د کندوز د ټولګټو ریاست مسوولان وايي چې د دغه ولایت په «قلعهذال» ولسوالي کې په پنځه میلیونه افغانیو یو ویجاړ شوی پُل بېرته ورغاوه.
دغه پُل چې د یادې ولسوالي دوه پراخې سیمې «د ولسوالي مرکز او اقتپه» سره نښلوي، د یاد ریاست په بودیجې بیارغول شوی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د کندوز د ټولګټو رییس عبدالخالق حقمل وايي چې د دغه پُل د رغونې چارې د روان کال لړم میاشت کې پیل شوې وې چې «نن سهشنبه، سلواغې ۱۷مه» بشپړې او ګټېاخیستنې ته وسپارل شو.
د کندوز قلعهذال اوسېدونکي هم خوښ دي چې دغه ویجاړ شوی، پُل بېرته ورته ورغول شو او په وینا یې، له دې وړاندې به یې له سند د اوښتو لپاره کښتۍ کاروله چې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان وو.
یاد پُل چې د هېواد شمالختیځ کې تر ټولو لوی پُل شمېرل کېږي، ۱۲۰ مټره اوږدوالی او ۷مټره پلنوالی لري چې د لومړي ځل یې د جوړېدو چارې په ۲۰۰۸ کال کې پیل شوې.
هغه مهال د یاد پُل د جوړېدو لګښت د نړیوال بانک له لوري ورکول کېده چې ټولییز لګښت یې اووه زره امریکايي ډالره اټکل شوی و، خو دې ولسوالي کې د تېرو جګړو له امله ویجاړ او له ګټېاخیستنې ولوېد.