اسلامي امارت د محمودشاه حبیبي په نوم د یوه افغان نیول‌کېدل رد کړي او د امریکا هغه تورونه یې، رد کړي چې ګواکې د ا.ا استخباراتو نوموړی نادرکه کړی دی.

د اسلامي امارت ویاند ذبېح‌الله مجاهد نن پنجشنبه، چنګاښ دولسمه، پر خپله اېکس‌پاڼه په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې حبیبي د سرپرست حکومت له لوري نه‌دی نیول شوی.

په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي: «اسلامي امارت د امریکا هغه تورونه په کلکه ردوي چې د محمودشاه حبیبي په نوم د یوه افغان د نادرکه کېدو تور یې د افغانستان د استخباراتو پر عمومي ریاست لګولي. د حبیبي د کورنۍ د عریضې په اساس په ټولو اړوندو ادارو کې پلټنه شوې، خو هېڅ داسې نښه نه ده تر سترګو شوې چې نوموړی دې د ا.ا اړوند کوم ارګان له لوري نیول شوی وي.»

په ورته مهال په خبرپاڼه کې ویل شوي چې سرپرست حکومت د منظور شویو قوانینو له مخې، د بندیانو ټولو حقونو ته ژمن دي او په وینا یې، مسوولیت لري چې د نیول شوي کسان پر ټاکلي وخت اړوند قضايي ارګانونو ته وسپاري.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت روانه میاشت ادعا وکړه چې افغاني الاصله امریکايی محمودشاه حبیبي کابل له خپلویوشمېر همکارانو سره د اسلامي امارت د استخباراتو له لوري نیول شوی دی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د یاد هېواد بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپور شوي بیان کې همداراز د حبیبي موندلو په اړه د معلوماتو شریکولو لپاره پنځه میلیونه ډالر جایزه هم ټاکل شوې ده.

د اسلامي امارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې همداراز راغلي: «تر دې وړاندې هم د امریکا په شمول د ځینو هېوادونو اتباع چې د افغانستان د نافذه قوانینو څخه د سرغړوني له امله توقیف شوي وو، هغوی له خپلو کورنیو سره دوامداره په ارتباط کې وو او په اړه یې عدلي او قضایي ارګانونو علني اجرأات ترسره کړي او هم یې له متبوع هیواد سره په اړه تفاهم شوی دی.»

د افغانستان د ملکي هوانوردۍ ادارې پخوانۍ مشر محمودشاه حبیبي د ۱۴۰۱ د زمري په لسمه کابل کې له خپلو یوشمېر همکارانو سره یوځای ونیول شو او له نوموړي او یوه بل کس پرته پاتې کسان خوشې شول.

محمودشاه حبیبي له نیول‌کېدو وړاندې کابل کې د «اسیا مشورې ډلې» مخابراتي شرکت سره کار کاوه او د مخکیني حکومت له سقوط وروسته کابل کې پاتې شو.

د اسلامي امارت چارواکو له دې وړاندې هم د دوی له لوري د حبیبي د نیول‌کېدو او یا هم د نادرکۍ په اړه شوې ادعاوې او تورونه رد کړي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام