له ګاونډیو هېوادونو څخه د تېرې ورځې پرمهال ۶۸۲ کورنۍ چې ټولټال درې زره او ۵۷۴ کسان کېږي، افغانستان ته راستانه شوي دي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال، حمدالله فطرت، نن شنبه، غبرګولي ۱۶مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د تورخم له لارې ۶۳۱ کورنۍ چې درې زره او ۳۳۸ کسان پهکې شامل دي، هېواد ته راغلې دي.
د خبرپاڼې له مخې، ۱۸ کورنۍ د سپینبولدک له لارې، ۱۹ کورنۍ د نیمروز له پولې او ۱۴ نورې کورنۍ د هرات د اسلامکلا له لارې افغانستان ته راستنې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې ګڼشمېر راستانه شوي افغانان د سرپناه د نشتوالي، وزګارتیا او اقتصادي ستونزو په ګډون له جدي ننګونو سره مخ دي.
مرستندویه بنسټونو څو ځله خبرداری ورکړی چې د کډوالو د بېرته راستنېدو د بهیر چټکتیا په افغانستان کې پر محدودو سرچینو او عامه خدمتونو فشار زیات کړی دی.