د فرانسې د فوټبال کلب پاریس سنتجرمن د اروپا اتلانو فوټبال لیګ تر ګټلو وروسته په پلازمېنه پاریس او د هېواد په نورو ښارونو کې زرګونه مینهوال سړکونو ته راووتل، خو د خوښۍ دا جشن په ځینو سیمو کې په تاوتریخوالي او ګډوډیو بدل شوی دی.
د فرانسې د کورنیو چارو وزارت ویلي، په ټول هېواد کې ۴۱۶ کسان نیول شوي چې له دې ډلې ۲۸۳ کسان یوازې په پاریس کې توقیف شوي دي.
چارواکي وايي، د امنیت د ټینګښت لپاره شاوخوا ۲۲زره پولیس ګومارل شوي وو چې ۸زره یې په پاریس کې ځای پر ځای شوي وو.
د راپورونو له مخې، اووه پولیس ټپیان شوي، شپږ موټر او دوه سوداګریز مرکزونه زیانمن شوي دي. همداراز د مینهوالو یوې ډلې د پاریس کمربندي لویه لاره هم د لنډ وخت لپاره تړلې او اورلګیت توکي یې کارولي دي.
د فرانسې د کورنیو چارو وزیر لوران نونیز دغه تاوتریخوالی «په بشپړ ډول د نه منلو وړ» بللی او ویلي یې دي چې د ګډوډیو عاملین به له قانوني چلند سره مخ شي.
د پولیسو په وینا، نږدې ۲۰ زره کسان د شانزالیزې مشهور سړک ته راټول شوي وو.
چارواکو د احتمالي ګډوډیو د مخنیوي لپاره له لوبې وړاندې د ځینو هټیو مخته ولاړ وو، تېرکال هم د ورته جشنونو پرمهال ځینو ځوانانو هټۍ لوټ کړې وې او سلګونه کسان نیول شوي وو.
پولیسو ویلي، د شنبې شپې پرمهال یې، ۲۴ لمبې اچوونکي توکي او شاوخوا ۱۰۰ اورلوبې توکي ضبط کړي دي. همدارنګه د شانز الیزې سیمې ته نږدې د بس یو تمځای هم ویجاړ شوی دی.