پخواني ولسمشر حامد کرزي پر کونړ او سپین بولدک د پاکستان وروستي بریدونه غندلي.
هغه تېره شپه دوشنبه پر فېسبوک پاڼه لیکلي چې پاکستان یو وار بیا پر کونړ او سپین بولدک بریدونه کړي او ملکيانو او ملکي تاسیساتو ته یې زیانونه اړولي.
هغه ویلي، په کونړ کې د پاکستان بریدونو کې د اسعدآباد پوهنتون په نښه شوی او د لومړنیو راپورونو پراساس یو شمیر هیوادوال پکې شهیدان او د محصلانو په ګډون یو شمیر نور ټپیان شوي.
ښاغلي کرزي د پاکستان دغه بریدونه د هغې پالیسۍ برخه بللې چې غواړي افغانستان کې د تعلیم او ترقۍ ریښه وچه کړي.
پخواني ولسمشر له ملگرو ملتونو غوښتي چې پر افغانانو، خاورې او ملي تاسیساتو د پاکستان بریونه په جدیت وڅیړي، غندنه یې وکړي او ژر تر ژره یې مخه ونیسي.
پر کونړ د پاکستان د تېرې ورځې بریدونو کې د سیدجمال الدین افغان پوهنتون په شمول د عامو خلکو کورونه په نښه شوي چې د ٣٠ محصلانو په شمول ٧٠ عام هیوادوال چې ښځې او ماشومان هم پکې دي، ټپیان شوي او ۴ نور په شهادت رسېدلي.