Asset 1SWN

سلام وطندار

ډونالډ ټرمپ: امریکا به ډېر ژر د ایران له جګړې ووځي

Republican Presidential candidate, Donald Trump gestures during a speech in Virginia Beach, Va., Monday, July 11, 2016.    (AP Photo/Steve Helber)

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې هېواد یې ښايي د ایران پر وړاندې خپل پوځي بریدونه په راتلونکو دوو تر درېیو اوونیو کې پای ته ورسوي.

نوموړي سپینه ماڼۍ کې له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي چې امریکا به «ډېر ژر» له دې جګړې ووځي او دا بهیر ښايي په دوو تر درېیو اوونیو کې پلی شي.

هغه زیاته کړې چې د جګړې پای ته رسېدل حتمي نه‌ده چې له ایران سره د کوم تړون پورې تړلی وي او تهران اړ نه دی چې د نښتو د درولو لپاره کومه هوکړه ومني.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


سپینې ماڼۍ هم اعلان کړی چې ټاکل شوې ولسمشر ټرمپ ډېر ژر په یوه رسمي وینا کې د ایران اړوند وروستي بدلونونه د امریکا له خلکو سره شریک کړي.

په همدې حال کې، امریکایي چارواکو مخکې خبرداری ورکړی و چې که تهران د واشنګټن له لوري وړاندیز شوی اوربند ونه‌مني، پوځي عملیات به لاپسې سخت شي.

بل‌‌خوا، راپورونه ښيي چې د جګړې له دوام سره هم‌مهاله، د دې شخړې د پای ته رسولو لپاره ډیپلوماتیکې هڅې هم زیاتې شوي او ځینو هېوادونو د سمدستي اوربند غوښتنه کړې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام