د کونډو ښځو محرومیت؛ کله چې بېړنۍ مرستې په کډوالو وېشل کیږي

کندوز کې یو شمېر کونډې ښځې له سلام‌وطندار سره خبرو کې وایي چې د بشري او بېړنیو مرستو غیرمنظم وېش له امله له مرستو بې‌برخې پاتې شوي.
۴۰ کلنه کونډه ګل‌بي‌بي چې د پنځو ماشومانو مور ده، وایي چې وروستی ځل یې شاوخوا ۷ میاشتې مخکې مرسته ترلاسه کړې او له هغه وروسته نه نغدي او نه هم خوراکي مرسته ورسره شوې.

د پکتيا قومي مشران: پاکستان سره جګړې ته چمتو يو

د پکتيا د ډنډپټان او څمکنيو ولسوالیو قومي مشران وايي، له خپلې خاورې دفاع او پاکستان سره جګړې ته چمتو دي.

د پکتيا د ډنډپټان او څمکنيو ولسوالۍ قومي مشرانو نن چهارشنبه یوې غونډې ته وویل، پاکستان پرته له کوم دليل د افغانستان په خاوره تېری کړی او ملکي خلک يی په نښه کړي.

ممداني: د واشنګټن له‌خوا د نظام د بدلون جګړه ناوړه پایلې لري

د نیویارک ښار ښاروال ظهوران ممداني د ایران پر وړاندې د امریکا او اسراییل جګړه غندلې او ویلي یې دي چې «په هر لحاظ باید د دې جګړې مخالفت وشي.»

نوموړي په یوه مرکه کې ویلي چې د واشنګټن له‌خوا د «نظام بدلون جګړې» په تاریخي ډول ناوړه پایلې لرلې دي.

۳۱ ولایتونو کې نن د اورښتونو اټکل شوی

یاد ریاست په یوه خبرتیا کې ویلي چې په هرات، فراه، نیمروز، هلمند، بادغیس، فاریاب، غور، دایکندي، روزګان، کندهار، زابل، پکتیکا، غزني، میدان‌وردګ، بامیان، سرپل، جوزجان، بلخ، بغلان، پروان، پنجشېر، کاپیسا، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان او بدخشان ولایتونو کې د بارانونو احتمال شته.

ډونالډ ټرمپ: امریکا به ډېر ژر د ایران له جګړې ووځي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې هېواد یې ښايي د ایران پر وړاندې خپل پوځي بریدونه په راتلونکو دوو تر درېیو اوونیو کې پای ته ورسوي.

نوموړي سپینه ماڼۍ کې له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي چې امریکا به «ډېر ژر» له دې جګړې ووځي او دا بهیر ښايي په دوو تر درېیو اوونیو کې پلی شي.

عباس عراقچي: امریکا سره خبرې نه‌دي شوي، اوربند نه‌منو

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، له امریکا سره یې هېڅ ډول مذاکرات نه دي کړي او اوربند هم نه مني.

د راپورونو پر اساس، ده ویلي چې مذاکره هغه وخت مانا لري چې دوه هېوادونه د یوې هوکړې د ترلاسه کولو لپاره رسمي خبرې وکړي، حال دا چې د دوی او امریکا ترمنځ داسې څه شتون نه لري.